کورونا وایروس د نړۍ یو نامتو سوک وهونکی مسلمان کړ

د نړۍ په کچه مشهور اتریشي سوک وهونکي هيلم اوټ د کرونا ويروس له امله تر قرنطین کېدو وروسته د اسلام د سپېڅلي دين مطالعه پيل کړه او بالاخره يې کلمه طیبه وویله او مسلمان شو.

هيلم اوټ وايي، د قرنطين پر مهال يې د اسلام دين مطالعه کاوه او بالاخره په دې پوه شو چې اسلام نه يوازې د اخيرت لپاره، بلکې د دې نړۍ لپاره هم د انسان د ژوند کولو بهترين دين دی.

کورونا وایروس وروسته له هغې د نړېوالو په خولو کې ولوېد چې له ګاونډي هېواد چین څخه یې پېل وکړ، دا ګواښونکی مرض ساري دی او له یو بل څخه په اسانۍ نورو ته انتقالیږي.

کورونا اوسمهال د نړۍ ګڼ شمېر لیګونو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي او ګڼ شمېر ورزشي لوبغاړي يې راتلونکو سیالېو ته اندېښمن کړي دي.