کورونا وایروس د هند غوره لیګ یوځل بیا وځنډاوه

په نړۍ کې د کرونا وایرس پراخه کچه خپریدلو که له یوې خوا نړیوال بازارونه او هوایي او ځمکیني ترانسپورتونه ځنډولي خو له بلې خوا یې بشپړ سپورتي فعالیتونه هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

په دې لړ کې د هند غوره لیګ (IPL) سیالۍ چې په نړۍ کې یو د غوره تفریحي سیالیو درجه لري، د کرونا وبا له کبله د نامعلومې مودې لپاره له ځنډ سره مخ شوې.

د هند کرکټ بورډ وایي، لکه څرنګه چې په ټول هېواد کې ګرځبندیز عملي کیږي نو د همدې له امله د ای پي ایل سیالۍ موده هم پراخه شوه، اوسمهال د لوبو ترسره کېدل ناممکن دي، له همدې کبله دغه سیالۍ د نامعلومې مودې لپاره وځنډیدې.

ټاکل شوې وه د هند غوره لیګ سیالیو ۱۳م پړاو په ۲۹ مارچ پېل شي، خو په ۱۳م مارچ د کرونا وایرس د خپریدو مخنیوي په خاطر تر ۱۵ اپریل پورې وځنډیدې، خو اوس یې نیټه تر نامعلومې مودې وغځېده.