کورونا وایروس د جنوبي افریقا د ځغاستې سیالۍ وځنډولې

سویلي افریقا د مې میاشتې په ۱۶ مه نېټه د اوږدې ځغاستې یا مرتون سیالیو کوربتوب کاوه، تمه وه چې دې برخه کې ګڼ شمېر لوبغاړي برخوال واخلي، خو دغه لوبې د کرونا ویروس له امله لغوه شوې.

د سویلي افریقا هېواد کې د پوډیوم په نامه د اوږدې ځغاستې یا مراتون سیالۍ د کرونا ویروس له امله وځنډول شوې. ډېری لوبغاړو هیله لرله چې دې لوبو کې ګډون وکړي؛ خو لوبې ترسره نشوې او ارمان یې پوره نشو.

د ځغاستې دا سیالۍ به په بل مهالوېش کې هغه مهال ترسره شي، کله چې د کرونا ویروس تهدید نه وي.

د افریقا د منډې یا ځغاستې فدراسیون وایي، چې د ځغاستې دا سیالۍ به په یوه اوږده سړک د لسګونه نارینه او ښځينه لوبغاړو په شتون کې ترسره کېږي.

د ځغاستې یا مراتون یادې لوبې به هغه مهال بیا ترسره شي، کله چې د کرونا ویروس عادي حالت ته وګرځي او حالات سم شي.

منډه وهل یو د ورزشونو مهمه برخه ده، چې د وینې او زړه حرکت لپاره خورا ګټوره بلل شوې ده او منډه وهل په نړۍ کې په رسمي او غېرې رسمي ډول د خلکو لخوا ترسره کېږي.