د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ لا هم د نامالوم برخلیک سره مخ دي

ټاکل شوې وه افغان کرکټ ملي لوبډله په تېره مې او روانه جون میاشت کې د زېمبابوې او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو سره په جلا جلا ډول شل اوریزه او یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې وای؛ خو د کرونا ویروس له امله لا هم د نامعلوم برخلیک پر لور روانې دي.

که څه هم افغان کرکټ ملي لوبډلي له زیمبابوې سره ۵ شل آوریزه لوبې د سریلانکا په کوربتوب ترسره کولې او همدارنګه افغان الف لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلي سره ۴ شل آوریزه او ۴ یو ورځنۍ لوبي په پلان کې درلودلې؛ خو دا لا معلومه نه ده، چي د زیمبابوې او سریلانکا سره به د افغان کرکټ ملي لوبډلي لوبي څه وخت ترسره شي، چې اوس دغه برخلیک په نامعلوم لوري روان دی.

ورته مهال د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییه رییس  لطف الله ستانکزي وایي، چي کرونا ویروس د نورو هیوادونو ترڅنګ د افغان کرکټ ملي لوبډلي ټولې چارې هم په ټپه درولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان کرکټ بورډ د تیرې سې شنبې په ورځ یوې ناستي کي وویل، چي د افغان کرکټ لوبډلې لپاره به تمریناتي کمپ د کابل په کرکټ لوبغالي کي د عامي روغتیا وزارت له سپارښتنونو او اُصولو په پام کي نیولو سره ترسره کیږي.

یاد بورډ دا هم ویلي دي، چې افغان لوبډله له اوږد ځنډ وروسته یو ځل بیا په روان جون میاشت کې تمرینونه پيلوي.

له کله چې کرونا ویروس په نړۍ کي په زیاته کچه خپور شو، ټولې ورزشي لوبې یا هم وځنډېدلې او یا هم لغوه شوې؛ خو اوس یو ځل بیا ورزشي سیالۍ له مینوالو پرته په لوبغالو کې پیلیږي او خلک به یې د تلوېزیونو، کمپیوټرونو او یا هم د موبایلونو په پردو ګوري.