کرکټ بورډ: ۲۲ افغان کرکټرانو نن خپل تمریناتي کمپ پيل کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو نن/یکشنبه د راتلونکو سیالېو لپاره خپل تمریناتي کمپ پيل کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:  دغه تمریناتي کمپ کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د توپوهنې، ډګر ساتنې او توپ اچونې برخه کې روزنه ترلاسه کړي.

په خبر پاڼه کې کرکټ بورډ پر دې هم ټینګار کړی چې ملي لوبغاړي به د توپوهنې، ډګر ساتنې او توپ نیونې تر څنګ د عمومي فعالیت په پیاوړي کولو تمرکز وکړي، ترڅو د راتلونکو سیالیو لپاره د دوی چمتووالی غوره ثابت شي.

دا تمریناتي کمپ به د اړونده روغتیايي لارښوونو او د آی سي سي ، نړیوال روغتیا سازمان او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره په نږدې همغږۍ کې ترسره شي ترڅود کورونا وایروس د سرایت مخنیوی په پام کې ونیول شي.

وړمه ورځ د افغانستان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې د لوبغاړو او نورو اړونده چارواکو سره په ناسته کې د کورونا وایروس په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوې وه، ترڅو دوی ته د روغتیايي لارښوونو په اړه روزنه ورکړي چې د کمپ په اوږدو کې ورته پام وشي.

په دې تمریناتي کمپ کې د ملي لوبډلې دا لوبغاړي شامل وي:

اصغر افغان (لوبډلمشر) ، رحمان الله ګربز ، حضرت الله ځاځی ، کریم جنت ، محمد نبي ، نجیب الله ځدران، ګلبدین نایب ، راشد خان ، نوین الحق ، شاپور ځدرا، ، قیس احمد ، مجیب الرحمن ، عظمت الله عمرزی ، سمیع الله شینواری ، عثمان غني ، محمد شهزاد ، سید شیرزاد ، درویش رسولي ، ظاهر خان پکتین ، فرید ملک ، حمزه هوتک او شرف الدین اشرف.