د تمریناتي کپ لپاره افغان ملي لوبډله هند ته رسېدلې ده
د افغانستان د ملي لوبډلې د جوړښت لپاره یوه ۴۴ کسیزه لوبډله په يوه تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه د هندوستان هېواد بنګلور ښار ته ورسېده.
د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې: د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزي په دې اړه تېره ورځ د یوه رسنيز کنفرانس پر مهال وویل چې دا ځل یې په تمریناتي کمپ کې تر ډېره پورې له ملي لوبډلې سره ځوان لوبغاړو ته هم برخه ورکړې چې موخه یې د دې ځوانانو سمه روزنه ده.
ښاغلي احمدزي وویل، د دې تمریناتي کمپ یوازېنۍ موخه له ايرلينډ هېواد سره په هندوستان کې د فبرورۍ په ۲۱مه د کيدونکي لوبلړۍ ( سریز) لپاره چې یو ټیسټ، پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سيالۍ پکې شاملې دي؛ بشپړ چمتووالی او د یوې غوره لوبډلې برابرول دي.
نوموړي وویل: (( کله چې د ایرلينډ سېریز پای ته رسیږي، بیا به تر نړيوال جام پورې په یوه ۲۰ کسیزه لوبډله کار کوو او له ځانه سره به یې ساتو. نړيوال جام په انګلينډ کې ترسره کيږي، نو ځکه غواړو فاسټ باولینګ الراونډران، او فاسټ بالران د لوبډلې په جوړښت کې زیات کړو. مونږ د نړيوال جام لپاره له تېرو درې میاشتو راهیسې تياری پيل کړی دی چې د چنای کمپ یې برخه وه. دغه راز د لوبډلې پر اوپنرانو چې پخوا یوه ستونزه وه، هم کار کوو.))
د غوراوي کمېټې مشر د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ لپاره په ۴۴ کسیزه لوبغاړو کې محمد شهزاد محمدي، حضرت الله ځاځی، نورعلي ځدران، نجیب الله تره کی، عثمان غني، جاويد احم1دي، احسان الله جنت، حشمت الله شهيدي، رحمت شاه، سميع الله شینواری، ناصر جمال، اصغر افغان، درویش رسولي، شاهد کمال، نجیب ځدران، شفیق الله شفق، رحمن الله ګربز، اکرام علي خېل، افسرځاځی، منیر احمد، افتاب عالم، دولت ځدران، سید شیرزاد، شاپورځدراڼ، فضل الحق، وفادار مومند، يمين احمدزی، ضیاالرحمن شریفي، فريد ملک، ګلبدین نایب، راشد ارمان، محمد نبي، کریم جنت، عظمت الله ، میرویس اشرف، مجیب الرحمن، شرف الدین اشرف، ضياالرحمن اکبر، وقار سلام خیل، حمزه هوتک، عبدالواسع، ظاهر خان، عبدالباقي او قیس احمد یاد کړل.
د یادونې ده چې دغه تمريناتي کمپ به ۲۲ ورځې دوام وکړي او د ایرلنډ پر وړاندې د لوبو لړۍ هم د روان کال د فبروري میاشتې په ۲۱مه پیل او د مارچ تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ومومي.