کرکټ بورډ: کورني کرکټ ته وده ورکوو
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي تېره ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال د افغان ملي لوبډلې د راتلونکي لوبیز پروګرام (FTP) سربېره د کورني کرکټ د لوبو پر راتلونکي برنامو او پلان هم خبرې وکړې چې په ترڅ کې یې د کورني کرکټ د ۲۰۱۹ کال مهالوېش له رسنیو سره شریک کړ.
د افغانستان کرکټ د ویبپاڼې له مخې: ښاغلي ستانکزي په دغه غونډه کې وویل، غواړي د ښوونځیو او کلب کچې سیالیو ته پرمختګ ورکړي او دغه راز د زونونو صلاحیتونه ورډېر کړي، څو له زونونو په عمومي کچه استعدادونه راجذب کړو.
نوموړي دغه راز د روانو دوه ورځنیو سیالیو هم یادونه وکړه او ویې ویل، چې له همدې وروسته درې ورځنۍ سیالۍ پیلیږي او دغه راز په پام کې ده چې یادې لړۍ ته پرمختګ ورکړي او څلور ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړو، څو په فرسټ کلاس سیالیو کې د نورو شته لوبغاړو ترڅنګ له همدې سیالیو هم لوبغاړي را جذب کړو.
د یادولو ده چې دوه ورځنۍ سیالۍ د روانې جنوري میاشتې په ۱۱مه پیل شوې او له پای ته رسېدو وروسته فبروري کې په سپین غر زون کې درې ورځنۍ ولایتي سیالۍ د میرویس خان تر عنوان لاندې پیل شي او د مارچ تر لومړیو به دوام ومومي؛ افغانستان کرکټ بورډ نږدې راتلونکي کې دغو سیالیو ته د فرسټ کلاس لوبو د دریځ ورکولو په موخه د کرکټ نړیوالې شورا څخه غوښتنه وکړي.
ورپسې به د مارچ په دریمه او څلورمه اونیو کې د څلور ورځنیو سیالیو لپاره چمتووالی او کمپ پیل شي.
اپریل میاشت کې به د احمدشاه ابدالي تر عنوان لاندې د فرسټ کلاس سیالیو څلور ورځنیو لوبو لومړی پړاو هم په کابل خوست او کندهار ولایتونو کې پیل شي.
دغه راز به په جون میاشت کې د پنځوس اوریزو چلنج کپ لومړی پړاو هم پیل شي او ورپسې به په یاده میاشت کې د چلنج کپ دویم پړاو پیلیږي. په جولای میاشت کې به ولایتي ایلیټ جام پیل شي او سربېره پر دې به په دریمه اونۍ کې د زونونو په کچه د لیسټ اې سیالیو لپاره چمتووالی او کمپ پیلیږي.
اګست میاشت کې به د زونونو په کچه د لېسټ اې یو ورځنۍ لوبې پیل شي، ورپسې به په دویمه اونۍ کې چمتووالی او کمپ نیول کېږي او په دریمه او څلورمه اونیو کې به د شپږیزې لیګ ترسره شي.
په سټمبر میاشت کې به زونونه د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي چې کوربه توب به یې د اړوندو زونونو پر غاړه وي.
د همدې کال په اکټوبر میاشت کې به د افغانستان شل اوریز غوره لیګ پیل او پای مومي او همدارنګه به په نومبر او ډسمبر میاشتو کې د فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو دویم پړاو پیل شي