د کورني کرکټ په اډانه کې شپږم زون هم فعالیت پیل کړ

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کورني کرکټ په اډانه کې یې شپږم زون هم فعاله کړی دی.

د کرکټ بورډ په وینا، دا زون په کابل ولایت پورې اړوند دی او نوم یې هم «کابل زون» دی چی د لومړي ځل لپاره به د احمد شاه ابدالي په څلور ورځنیو سیالیو کې ولوبیږي.

اوس مهال د احمد شاه ابدالي څلور ورځنیو سیالیو ته د چمتووالي په موخه په ننګرهار، خوست او کندهار کې د یادو زونونو د لوبډلو ترمنځ تمریني کمپونه روان دي چې د کابل زون لوبډله هم پکې په تمرینونو بوخته ده.

کرکټ بورډ وايي، د دې لپاره چې پلازمینه کابل اوس مهال یو ګڼ میشتی ولایت دی، نو د دې اړتیا لیدل کېده چې کابل یو ځانکړی زون شي چې ځوانان یې وکړای شي په اسانه د کرکټ کولو فرصت بیامومي.

 اوسمهال د کابل زون په ګډون ټول زونونه څلور ورځنیو لوبو ته چمتووالی نیسي په دغو لوبو کې لوبغاړي د اوږد مهال لپاره په میدان کې پاتې کیږي چې د تخنیکي کرکټ زده کولو لپاره ډیر وخت لري، په دې لوبو سره لوبغاړي ټیست کرکټ ته ښه چمتو کیږي چې د بشپړغړبتوب لرونکي هیوادونه دغه راز لوبې کوي او افغانستان هم اوس د کرکټ له نړیوالې شورا سره بشپړ غړیتوب لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *