پياوړی توليد او کمزورې پايله | فياض حميد

د دې ليکنې سرليک به د ډېرو لپاره ګونګ وي، خو زه د هغې فابريکې خبره کوم چې توليد يې تر ټولو پياوړی دی، خو پايله يې د توليد په پرتله ډېره کمزورې ده. هو زه د افغانستان د کورني کرکټ خبره کوم.

د افغانستان کورني کرکټ لسګونه پياوړي لوبغاړي د هېواد په کچه بېلابېلو لوبډلو ته ورکړل، خو وروستۍ پايله يې چې ملي لوبډله ده، بيا هغه ډول نه ده څه ډول چې زموږ  کورنی کرکټ يا هم نورې لوبډلې دي.

لويه بېلګه يې د افغانستان (۱۹) کلنو لوبډله ده، زموږ د دې ليکنې اصلي موخه هم د (۱۹) کلنو لوبډله او ملي لوبډله ده. موږ وليدل چې له څو کلونو راهيسې د افغانستان (۱۹) کلنو لوبډله پياوړو هېوادونو ته ماتې ورکوي، لوبغاړي يې په ځلونه ښه وځلېدل، خو ددې په پرتله ملي لوبډله بيا په هغه کچه پیاوړې نه ده.

فياض حميد
فياض حميد

دلته څو پوښتنې راولاړېږي هغه دا چې؛ د افغانستان (۱۹) کلنو لوبډلې په (۲۰۱۸م) کال کې اسيا جام وګاټه، ولې يې ملي لوبډله نه شي ګټلی؟ همدا شان د پاکستان (۱۹) کلنو لوبډلې  ته يې پرلپسې درې ماتې ورکړې، خو بيا هم د پاکستان ملي لوبډله زموږ تر ملي لوبډلې پياوړې ده؟ د افغانستان (۱۹) کلنو لوبډلې د نيوزيلينډ (۱۹) کلنو ته ماته ورکړه، خو د افغانستان ملي لوبډله بيا تر  نيوزيلينډ ملي لوبډلې کمزورې ګڼل کېږي او دا يو حقيقت دی. همدا شان  که د سوېلي افريقا او استراليا لوبډلې هم راواخلو، ورته حالت ورسره لرو.  کله چې د يو هېواد کورنی کرکټ او په تېره بيا د (۱۹) کلنو لوبډله دومره پياوړې وي، نو بيا ولې يې ملي لوبډله کمزورې شي؟

د افغان (۱۹) کلنو لوبډله کې د ملي لوبډلې په پرتله پياوړي توپوهونکي لوبېږي، ځکه که موږ  په تېر اسيا جام او نړيوال جام کې د افغان توپوهونکو توپوهنې او د هغوی اوسط ته وګور، نو تر ملي لوبډلې لوبغاړو به ډېر پورته او پياوړی وي.

هر وخت چې له (۱۹) کلنو لوبډلې څخه ملي لوبډلې ته کوم لوبغاړی غوره شوی دی، مثبته پايله يې ورکړې او ځان يې په نړۍ کې ځلولی دی. د همدې خبرې دوه لوی مثالونه (راشد خان) او (مجيب ځدراڼ) دي، چې په ډېره کمه موده کې يې ځان پر نړيوالو وپېژنده.

په افغانستان کې استعدادونه شته دي، ژر زرغونېږي، ژر د ګټې اخيستنې حالت ته رسېږي، خو دلته له استعداد څخه د ګټې اخيستنې هنر يا نشته او يا هم ډېر کمزوری دی. د استعدادونو قدر نشته او د استعداد خاورې کېدل تاوان نه ګڼل کېږي.

که د غوراوي کمېټه په پوره شفافيت او مسلکي او تخنيکي ډول سره د ملي لوبډلې غوراوی وکړي، نو باوري يم چې پايله به يې هغه ډول وي څنګه چې د (۱۹) کلنو لوبډلې ده.

د افغان کرکټ د لا پرمختګ په هيله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *