د کورني کريکټ ستوری | بهار سمسور

کورنی کریکټ د نړیوالتوب او نړیوالې اتلولۍ بنسټ جوړوي، نو ځکه خو هر هغه هېواد چې غواړي په نړیوالو میدانونو له خپلو سیالانو سره سیالي وکړي هم لوبې وګټي او هم د ICC  یا د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې وړاندې لاړ شي نو باید چې کورنۍ کریکټ جاري وساتي  چې د شل اوریزو لوبو تر څنګ یوه ورځينۍ او هم پنځه ورځينۍ ازمایښتي لوبې او ټورنمېنټونه په دوامدارډول په پلان کې عملي کړي.

دا ځکه چې له همدغې لارې بیا کولی شي چې د کریکټ لوبې هر فارمټ ته مناسب لوبغاړي پیدا کړي ، موږ چې د کورني کریکټ لوبې څارو نو پر مخ روانې دي او له همدغې لارې ځوان لوبغاړي ورځ تر بلې په لاس راځي ، چې د نورو لوبغاړو له منځه د فضل نیازي په څېر لوبغاړی هم کالونه کیږي چې په کورنیو لوبو کې لوبیږي او ځلیږي ، فضل نیازی له اره د پکتیا ولایت د نیازیو د قلعه دی چې په کال ۱۹۹۹۰کې همدلته زیږیدلی دی اوس مهال ۲۶ کاله عمر لري پلار يې حاجي عبدالرحمان نومیږي ، اقتصادي حالت يې ښه دی ، په خوست ولایت کې اوسیږي ، دا ځکه چې نثبت پکتیا ته د خوست کریکټ راوان او اسانتیاوې يې ډېرې دي ، فضل واده کړی دوه بچیان لري چې یوه يې لور او بل يې هم زوی دی ، مسلکي کریکټ یانې هارډ بال لوبه يې په ۲۰۰۸ کال کې پیل کړې ده چې لا هم جاري ده ، دی لومړی د خوست په منتخبه لوبډله کې لوبېده دا چې لاس ته راوړنې يې زیاتې وې او د پکتیا ولایت د ټيم لپاره د ده شتون یوه اړتیا وه نو پر همدې اساس د پکتیا د ټيم لوبډل مشر هم وټاکل شو، تر څنګ يې د میس عینک زون د لوبډلې مهم الرونډر لوبغاړی هم دی د فضل ښه ځانګړنه دا ده چې هم تېزه توپ اچونه کوي او هم له اوپنېنګ واخله بیا تر ون ډاون او ټو ډاون تر څنګ يې په ميډل ارډر کې ډېره ښه توپ وهنه هم تر سره کوي ، فضل نیازی د افغانستان د الف لوبډلې کپټان هم پاتې شوی خو دا چې د الف ټيم لپاره د مسلسل لوبو او سفرونو چانس پیدا نه کړل شو نو وروسته بیا نیازی هم د مشرۍ څخه لرې کړل شو خو بیا هم دی وخت ناوخت له یو شمېر لوبډلو سره چې ځينې يې کلبونه او هم له الف ټيم سره بهر ته هم په سفر کې تللی دی چې کوريا، زمبابوی، سريلنکا، انډيا، بنګلاديش، دوبۍ، نيپال، ايران ، او ځينې نورو هیوادونو ته يې سفرونه کړي دي،

د خوښې لوبغاړی يې په نړیوالو کې د اسټرالیا شېن واټسن دی او د افغانستان په لوبغاړو کې يې بیا محمد نبي عسی خېل زیات خوښیږي،

 دا چې د نیازي شېن واټسن هم خوښیږي نو دی هم د افغانستان لپاره په راتلونکي کې د افغانستان شین واټسن حسابیږي خو که ورته توجه وشي او له ځوانې انرژۍ څخه يې ګټه پورته شي،

د خوښې شاټ يې سټرېټ ډرایو ( ډرایف) دی او هم يې په مېډ اف او مېډ ان کې توپ نیونه خوښیږي او زیاتره وخت په همدغه ساحو کې توپ نیونه هم تر سره کوي.

لاس ته راوړنې :

د خوست ولايت په اختريز ټورنمنټ کښی هم د ټورنمنټ غوره لوبغاړي جايزه تر لاسه کړه په نوموړي شل اوریز ټورنمنټ کښی يې جمله ۳۶۶ منډی واخیستې اوهم يې ۱۵ لوبغاړي وسوځول ګلبدين شفيق الله شفق کريم صادق شرافالدين اشرف او روښان بارکزي هم په دغه ټورنمېنټ کې ګډون درلود.

په ۲۰۱۶دوه ورځینیو لوبو کې  د Player of the Tournament اعزاز يې تر لاسه کړ ، په څلورو ميچونو کښی د 46Average Run سره 322 منډي جوړی کړی او 13 وکټی هم تر لاسه کړي.

د احمدشاه ابدالي په څلورورځینیو لوبو کښی يې  ۵۳ لوبغاړي وسوځول او تقريبآ ۶۰۰ زياتی منډی يې هم جوړې کړې، چې ورسره يې ۲سليزي او يوه پنځوسيزه هم تر لاسه کړې ده ، او د بالينګ په برخه کښی يې هاټرېک هم واخيست چې د بندامیر خلاف يې پرله پسې دری لوبغاړي له مخې پورته کړل ، چې د احمدشاه ابدالي د څلور ورځينیو لوبو  د غوره بالر په نوم اعلان شو .

خو دا چې د انګلستان خلاف په اماراتو کې د ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان شوه نو فضل نیازی پکې وانه خیستل شو سره له دې چې په کورنیو لوبو کې يې ښې لاس ته راوړنې هم درلودلې خو بیا هم د کریکټ بورډ ټاکونکې ډلګۍ ورته پام ونه کړ چې دا په حقیقت کې پر ځای پرېکړه نه ده ،

خو دا چې فضل نیازی ځوان دی ، انرژي زغم او حوصله لري نو په راتلونکې کې تمه ښايي چې په ملي لوبډله کې ولوبیږي ، او فضل نیازی به زموږ شېن واټسن وي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *