پکتيا کې د افغانيو د رواجولو په موخه د کريکټ سيالۍ جوړې شوې

راپور: هارون احمدزی

د پکتيا د تېرې ځوانانو مدني بنسټ له لوري « افغانۍ زموږ ملي هويت دی» تر سر ليک لاندې سيالۍ پيل کړې.

په دې سياليو کې د مرکز ګردېز او يو شمير ولسواليو ۳۲ لوبډلو برخه اخيستې ده.

د ياد بنسټ مشر انجنير سلطان احمدزي د پرانيستي پر مهال له رسنيو سره په  خبرو کې وويل، چې دا سيالۍ دوه اړخونه لري، يو يې  دسيمې په کچه د لوبغاړو غوراوی او بل د افغانيو د راجولو لپاره کمپيان کول دي.

نوموړي وويل چې د کالدارو د بنديدرو لپاره تر دې وړاندې هم د عامه پوهاي کمپيانونه شوي دي خو وايي چې لا هم اړتيا ليدل کيږي چې په دې برخه کې کار وشي.

2« موږ دا سيالۍ د دې لپاره پيل کړي دي، چې زموږ خپلې پیسي افغانۍ په سوداګريزه راکړه ورکړه کې رواج پيدا کړي، د دې لپاره کار شوی خو موږه غواړو چې د سپورت له لاري دا پيغام کلي او بانډو ته هم وروسوو.»

د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمد رحمان قادري وويل، دا ډول سيالۍ کولی شي په ډېره اسانه ډول د افغانيو د ارزښت په اړه پيغامونه ورسوي.

ښاغلی قادري وايي، چې د افغانيوو د مروج کولو لپاره بايد ټولې مدني ټولنې په او په ځانګړي ډول سره ځوانان تر هر چا زيات په دې برخه کې کار کولی شي.

« تر اوسه پوري چې کوم پروګرامونه د کالدارو پر ضد پيل شوي ښه نتيجه يې ورکړي او په دې برخه کې بايد نور عامه پوهای هم وشي ، تر څو خلکو ته په ډاګه شي، چې افغانۍ زموږ لپاره ډېر ارزښت لري»

مدني فعال او د ځوانانو په پارلمان کې د پکتيا استازي ډاکټر شفيق الله سحر وويل، چې دا ډول حرکتونه دا په ډاګه کوي، چې ځوانان د ناورينونو او نورو هغو پروګرامونو پر واړندې چې د هېواد ملي ګټي پکې نغښتي دي په ليوالتيا او په مينه کار کوي.

سحر وايي د دې لپاره چې د هېواد ملي ګټي خوندي پاتې شي، ځوانانو ته په کار ده، چې د خپل ولس د هوساينې لپاره په يو غږ سره کار وکړي.

« الحمدالله ځوانان اوس په دې پوه شوي دي، چې د دې هيواد ټولې ستونزې په پوره انرژي سره هوارې کړي، ځوانانو کولی شي، چې په هيواد کې د ټولو ستونزو او ناورينونو پر وړاندې په کلکه ودريږي»

دا په داسې حال کې ده، چې څو مياشتې وړاندې په سرحدي ولايتونو کې د کالدارو د بنديدو او د افغانيو د رواج لپاره پراخ پراګرمونه تر سره شول چې په مرکزي ښارونه کې تر ډېره آغيزمن هم تمام شوي خو لا هم په ولسواليو کې د افغانيو پر ځای خلک په کالدارو راکړه ورکړه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *