د ریکشې والا زوی د هند د ملي لوبډلې غړی شو

خبریال: فضل رحیم رحیمي؛ د ریکشاوان زوی محمد سراج د هندوستان د کرکټ د شل اوریزو سیالیو د لوبډلې غړی شو.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډله د نوومبرپه لومړۍ نیټه د نیوزلینډ پر وړاندې لومړنۍ شل اوریزه لوبه لري چې په شل کسیزسکواډ کې د ریکشاوان زوی محمد سراج ته هم د لوبیدو موقع ورکړل شوې ده.

سراج وایی «ویاړم چې په (۲۳) کلنۍ کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډله کې لوبیږم او له دې لارې په ترلاسه کړیو پیسو باندي خپله کورنۍ ساتم.

نوموړی وایي، کله چې ای پي ایل لوبو کې واخیستل شو نو خپل پلار ته یې وویل «نوربه ته ریکشا نه چلوې او زه به درته له دې ورورسته پیسې ګټم.»

محمد سراج په تیر ای پي ایل لوبو کې سن رایزر حیدراباد لوبډلې په (۲،۶) کروړه هندي روپیو اخیستی و.

سن رایزر هغه لوبډله ده چې د افغانستان راشد ارمان او محمد نبي پکې ولوبېدل او نړیوال نوم یې وګوټ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *