سري شانت بیا د هند د ملي لوبډلې خوبونه ویني‎

خبریال: فضل رحیم رحیمي: د هندوستان کرکټ ملی لوبډلې تیزتوب اچونکی سري شانت غواړي یوځل بیا لوبډلې ته راستون شي.

 پر سري شانت اوس د میچ فکسنګ قضیه درول شوې ده. دی وایي«غواړم د هندوستان لپاره (۲۰۱۹) نړیوال ۵۰ اوریز جام ولوبوم.»

سري شانت زیاتوي چې پاکستاني محمد عامر هم په میچ فکسنګ کې ښکیل و خو ورورسته یوځل بیا خپلې لوبډلې ته راستون شو.

هندي فاست باولر زیاتوي چې دا کار ورته یوڅه سخت ښکاري خو د هندوستان له کرکټ بورډ څخه یې تمه ده چې ده ته به د لوبیدو موقع ورکړي چې یوځل بیا د هند ملي لباس پرتن کړم.

تېره ورځ د هندوستان کیرالاهاي کورټ پر ده د بندیز له ختمولو ورورسته د هند کرکټ بورډ ته هم خبرداری ورکړ چې نوموړي ته د لوبیدو چانس ورکړي.

دغه ۳۴ کلن لوبغاړی د هندستان لپاره په (۵۳) یو ورځنیو لوبو کې (۷۵) لوبغاړي سوځولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *