شهزاد ملامت دی که ای سي سي؟

تبصره: بهار سمسور ||

دا خبره موږ ته نه یوازې نوې ده بلکې حیرانونکي او هم غوسه کوونکي ده چې ولې ای سي سي پر شهزاد محمدي باندې د لوبو بندیز لګولی دی .

ای سي سي (د کرکټ نړیواله شورا) وايي چې په هغه معیناتو کې چې شهزاد ورکړي دا ښکاره شوې چې نوموړي داسې درمل استعمال کړي چې د سپورټ په قانون کې سرغوړنه او غیرې قانوني ښودل شوي دي ، اما شهزاد داسې درمل نه دي استعمال چې د نوموړي له انرژۍ پوره ساتلو سره دې مرسته وکړي بلکې ویل کیږي چې شهزاد داسې درمل استعمال کړي چې د زړه د دربان مخه نیسي که دا وي یا هم د انرژۍ د پوره ساتلو خو دا دواړه غیرې قانوني عمل دی دا یوازې شهزاد نه دی بلکې زیات شمېر نور لوبغاړي هم چې دا ډول غیرې قانوني کار يې کړی د لوبو له بندیز نغدي جریمې او هم له مالي کنټراکټ څخه محروم کړل شوي دي .

خو زموږ ستونزه بیا دا ده چې ځوریدلی ولس هره ورځ دا پوښتي چې شهزاد څنګه شو بندیز ورباندې څومره لیږدلی ؟

خو کریکټ بورډ تر ننه هم چوپه خوله پاتې شوی او ولس ته بې ځوابه دی ، اما د شهزاد لپاره مدافع وکیل هم نیول شوی چې چا لیدلی هم نه دی ، او نه يې هم په دغه برخه کې د پرمختګ په اړه کوم خبر ورکړل شوی ، خبره همدا ده چې شهزاد د لوبو څخه منع کړل شوی او له لوبډلې کېنول شی دی ، خو زموږ راتلونکی ؟

موږ اوس بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد یو، څومره مو چې کریکټ پرمختګ کوي همدومره نورې ستونزې به هم مخکې راځي خو له دې وړاندې زموږ کریکټ بورډ اداره مسولین باید په دې پوی وي چې یو شمېر داسې چیلینجونه به هم رامخکې کیږي چې د هغې جبران کول به بیا ډېره سخته وي لوبغاړي مو باید پوره په نړیوال معیار ځانونه برابر کړي او په کور د ننه او بهر په میدانونو کې ډيسپلين ته خاص پاملرنه وکړي لکه په کابل کې زموږ د دوه لوبغاړو تر منځ شخړه چې نومونه يې نه غواړم ولیکم .

او هم د غیرې قانوني کړنو نه تر سره کول مهم ټکی دی چې له عادي لوبغاړي نیوللې تر پیاوړي تکړه او نیمه تکړه پورې ټول لوبغاړي يې باید پر ځان عملي کړي دلته شهزاد نه بلکې زیات نور لوبغاړي هم وخت ناوخت ځينې غیرې قانوني کړنې تر سره کوي چې له شهزاد وړاندې ویسټينډيزی انډري رسل هم له داسې برخلیک سره مخ شوی دی .

اوس نو د دې لپاره چې سبا مو نور لوبغاړي له دا ډول ستونزو سره مخ نه وي د دوي په ذهني لحاظ پوهول او پر نړیوال معیار برابرول په کار دي .

د شهزاد په موضوع کې کریکټ نړیوالې شورا خپل هغه قانون چې پر هر لوبغاړي باید عملي شي پر شهزاد هم عملي کړی او لا هم ادامه لري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *