فوټبال| د افغانستان او اردن مسابقه مساوي شوه

دا سیالي ۳ پر ۳ مساوي شوه. افغان روزونکی وايي چې لوبغاړو یې ښه لوبه وکړه او که پینالټي نه وای ورکړای شوې، د دې سیالۍ کټونکي وو.

 

د افغانستان او اردن د فوټبال حساسه سیالي

تاند- اسیايي اتلولیو ته د غوراوي د سیالیو په لړ کې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن /سې شنبه/ له اردن سره سیالي کوي.

دا سیالي، چې په تاجکستان کې کېږي، د افغانستان د لوبډلې لپاره په ځانګړي ډول زیات اهمیت لري ځکه چې د تېرو سیالیو د بایللو له کبله د افغان لوبډلې د وړاندې تګ چانس لږ شوی دی.

د افغانستان ټیم په تېرو ۳ سیالیو کې یوازې ۱ امتیاز لري او که نننۍ مسابقه وبایلي او یا یې هم مساوي کړي اسیايي اتلولیو ته یې د غوراوي امکان له منځه ځي.

افغانستان په سي ګروپ کې تر ټولو وروسته دی. حاضردمه په سي ګروپ کې اردن، ۷ امتیازونه، ویتنام ۵ او کمبوډیا ۳ امتیازونه لري.

له اردن سره د افغانستان مسابقه د کابل په وخت د ماسپښین په دوه نیمې بجې پیلېږي.

د افغانستان لوبډله:

ګول کیپر: حمیدالله وکیلی
دفاع: مجیب جمالي، اسلام الدین امیري، بنیامین نجم
سنټرفارورډ: میلاد انتظار، فیصل شایسته، فرشاد نور، امید پوپلزی
فارورډ: نورالله امیري، امرالدین شریفي، زبیر امیري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *