دین جونز د هانګ کانګ په وړاندې د افغان لوبډلې لارښوونه کوي

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د استرالیا د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی یې د هانګ کانګ په وړاندې د څلور ورځنیو سیالیو لپاره موقت روزونکی ټاکلی دی.

ډین جونز په نړۍ کې د کرکټ منلی مبصر هم دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د نوموړي په اړه ویلي« ډین جونز د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی ښی لاسی توپوهونکی او سلو توپ اچونکی دی، چی د خپل هیواد لپاره یی د لیست ای او فرسټ کلاس لوبو ترڅنګ ۵۲نړیوالې ټیسټ او ۱۶۴ نړیوالې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي.

2نوموړی ددې ترڅنګ چی یو ښه مبصر (کمنټیټر) دی، د روزنې په برخه کې د اسلام اباد یونایټیټډ لوبډلې د مشر روزنکي او د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د توپوهنې په برخه کې د مشاور په توګه دنده ترسره کړې»

کرکټ بورډ همداراز وايي چې دواړه خواوې به د هانګ کانګ او افغانستان له سیالۍ وروسته پر اوږدمهال قرارداد غور وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هانګ کانګ ۴ ورځینۍ سیالي د روان اکتوبر په ۲۰ مه پیل او تر ۲۳ پورې دوام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *