د افسر زوی، که د شاټونو پړانګ | ژباړه: محمدالله شېرزی
تور سترګی، تور رنګه او تور ویښته ځوان، چې د غرب الهند له ټاپوګانو د یوه دولتي افسر له کوره راووت او د کریکټ په نړۍ کې یې خلک حیران دریان کړل. له دې ډګره یې دومره لقبونه واخیستل، چې خپل اصلي نوم یې پکې ورک شو.
کریس ګېل یادوم:
د کرېس ګېل اصلي نوم (Christohper Hinry “Chris” Gayle ) دی؛ له نن څخه ۳۸ کاله وړاندې د غرب الهند (West Indies) په Kingston, Jamaicaکې د 1979 کال د سیپټمبر په 21 مه نړۍ ته راغی. (Dudily Gayle) یې پلار و، کوم، چې په پولیسو کې یې د افسر دنده لرله. مورکۍ یې بادام او نور خوراکي توکي پلورل او د مور او پلار پنځم اولاد ګڼل کیږي.
نوموړي په خپل کلې کې تر لسم ټولګي پورې زده کړې کړیدي. د ځوانی لوړوالی یې 1.88 متره دی او په څنګ کې ورسره 98kg وزن لري.
نتاشه بېرېج ( Natasha Berradge) یې (Girl friend) وه او وروسته یې ورسره واده هم وکړ، چې د (Blush) په نوم یوه لور هم لري.
ګېل تر کریکټه
کرېس ګېل د کریکټ سره له ماشومتوبه مینه لرله، د خپلې سیمې له ډاګونو او اکاډمیو یې کریکټ پیل کړ، په فرسټ کلاس لوبو کې ولوبید، بالاخره د خپلې وړتیا له مخې تر نړیوال کریکټه ورسید او خپلو ټاپوګانو ته یې د زړورې لوبې په کولو سره ګڼ ویاړونه راوړل.
ګېل خپل لومړی رسمي کریکټ له یو ورځنیو لوبو پیل کړ، هغه ته په لومړي ځل سره په 1999 کال د سیپټمبر په ۱۱ نیټه د هندوستان خلاف موقع ورکړل شوه؛ په نوموړي لوبه کې یې په اتو بالونو یوازې یوه منډه وکړه.
همداشان یو کال وروسته د زمبابوې په خلاف په ټېسټ لوبو کې ولوبید. دغه لوبه د 2000 کال د مارچ په 16 وشوه، چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې د 33 منډو ترڅنګ درې ویکتې واخیستې او په دویمه پاڼۍ کې په صفر اوټ شو.
نوموړي خوندور کریکټ (شل اوریزې لوبې) په 2006 کال کې پیل کړې، د فبروري په 16 یې د نېوزېلېنډ پر وړاندې داسې مهال شل اوریزه لوبه وکړه، چې د ویسټ انډيز ټوله لوبډله: (S Chanderpaul, JE Taylor, DK Butler, IDR Bradshaw, D Ramdin, WW Hinds, D Ganga, CH Gayle, RS Morton, DJ Bravo, DR Smith) نوې ټاکل شوي وه او د 10 منډو جوړولو ترڅنګ یې دوې سترې ویکټې هم واخیستې.
درې فارمټه او زیاتې منډې:
ټېسټ:
په ټېسټ کې یې زیاتې منډې د سریلانکا په خلاف دي. هغه د 15 Nov 2010 نيټه د (Galle) په لوبغالي په یوه پاڼۍ کې 437 توپونه ولوبول، د 34 څلوریزو او 9 شپږیزو وهلو سره یې پوره 333 منډې وکړې.
یو ورځنۍ:
په یو ورځنیو لوبو کې یې ډېرې منډې پر زمبابوې کړي. هغه 24 Feb 2015 نیټه د Canberra په لوبغالي لوبه ترسره کړه، خو د نورو لوبو په شان نه وه، ځکه چې په 147 توپونو یې 215 منډې جوړې کړې، 10 څلوریزې او 16شپږیزې یې د تماشه کوونکو له سرونو تېرې کړې.
شل اوریز:
تاسو خو پوهېږئ، چې دا یې د خوښې فارمټ دی، پدې برخه کې یې هم سلیزه کړي. د 11 Sep 2007 یې د (Johannesburg) پر لوبغالي د سرسختې سویلې افریقا پر وړاندې 57 توپونه ولوبول او 117 منډې یې د 7 څلوریزو او 10 شپږیزو پرمټ ترسره کړې.
ګېل چې د وردۍ (Jersey) نمبر یې 45 دی یو ستر الرونډر لوبغاړی دی، په چپ لاس سره توپاني توپ وهنه او په ښي لاس سره ورو توپ اچونه کوي. د خپلې ملي لوبډلې ترڅنګ د کریکټ نړۍ په نږدې ټولو شخصي سوداګریزو لیګونو کې لوبیدلی دی. لکه: د هند، پاکستان، بنګله دېش، اسټرالیا او ویسټ انډيز. د خوښې شاټ یې (Pull Shot) دی.
وړتوبونه (Records)
- لومړی لوبغاړی دی، چې په ټېسټ کریکټ کې یې په لومړي توپ شپږیزه وهلې.
- لومړی لوبغاړی دی، چې په دریو واړو فارمټونو کې یې سلیزې کړیدي.
- د نړۍ څلورم لوبغاړی دی، چې په ټېسټ لوبو کې دوه ځله ډبل سلیزه کړي.
- لومړی لوبغاړی دی، چې په شل اوریز کریکټ کې ترټولو زیاتې (175*)منډې لري.(IPL)
- لومړی لوبغاړی دی، چې په پنځوس اوریز نړیوال جام کې ډبل سلیزې لري.
- یواځینې لوبغاړی دی، چې په ټېست کې درې ګونې په پنځوس اوریز کې دوه ګونې او په شل اوریز کریکټ کې یوه ګونې سلیزې لري.
- په 12 توپونو د نیمه سلیزې کولو ترڅنګ په شل اوریز کریکټ کې ډېرې شپږیزې هم دده دي.
- لومړی ویسټ انډيزی لوبغاړی دی،چې په یو ورځنیو لوبو کې یې د 7000 منډو ترڅنګ 150 ویکټې اخیستي دي.
- لومړی لوبغاړی دی، چې په شل اوریز فارمټ کې یې 10000 منډې ترسره کړي.
- غوره هنریت یې ګډيدل (Dancing) او موټر چلول (Driving) دي.
- Dancing یې ډېر خوښیږي،خو له منډې وهلو (Running) څخه یې زړه چوي.
- د خوښې کرکټر نلري او دی د ډېرو د خوښې وړ کرکټر دی.
- د خوښې خواړه یې (Ackee and Saltfish) دي.
- د Rambo فلمونه او صحنې زیاتې ګوري او د بالیوډ سندرې ډېرې اوري.
- په 2014 ای پي ال کې په 9,5 کروړه خرڅ شو.
- کلنی عاید یې 7,5 میلیونه ډالر دي او مجموعي سرمایه یې 35 میلیونه ډالر حساب شویده.
- د لباس سټایل سره ډېره مینه لري او په ټولنیزو رسنیو کې ډېر فعال دی.
د ګریس ګېل په اړه بلا مالومات دي، چې کتابونه پرې جوړیدای شي، خو ما یې مهمو برخو ته دلته ځای ورکړ. دی یو خاکساره او ریشخندي لوبغاړی دی، چې فکر یې تل د شاټ وهل دي، نه یوه منډه کول.
نوموړي ته د هندوستان په وړاندې سریز کې موقع ورکړل شوه، خو په یوه لوبه کې یې په زړه پورې توپ وهنه وکړه، خو په ۹۷ منډو وسوځید او د سلیزې ارمان یې پوره نشو.
د ویسټ انډيز اوسنۍ لوبډله ټول نوي شویده او ځوان لوبغاړي پکې لوبیږي، نو دی هم د نورو لوبغاړو په شان ډېر نه لوبیږي، یواځې په شخصي لیګونو کې لوبه کوي.