د کرکټ د ۲۰ اووریزو سیالیو لړۍ پیلېږي

خبریال: فض رحیم رحیمي: د ننګرهار ورزشي خبریالان او د افغانستان ورزشي ټولنه د خبریالانو ترمنځ د کرکت درې شل اوریزې لوبې ترسره کوي.

دغه لوبې به د کابل په  زرملوال کرکت لوبغالي کې ترسره شی او د افغانستان د ورزشي سازمان اداره به یې کوربنه وي.

د دې شل اویزو لوبو لړۍ لومړۍ هغه به د اکتوبر د میاشې په ۱۲ نیټه د پنجشنبې په ورځ سهار په نهه بجو پېل شي، دوهمه یې هم په همدغه ورځ او وروستۍ د جعمې په ورځ د زرملوال په کرکټ لوبغالی کې ترسره کېږي.

د افغانستان ورزشي سازمان ادارې مشر واصیل وصال وایی له دغو لوبو څخه یې هدف د ورزشی خبریالانو ترمنځ همغږي او د اړیکو جوړول دي.

د یادوني وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې د ننګرهار ورزشي خبریالان د ورزشي سازما ن له ادراې سره سیالۍ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *