د خبريالانو فدراسيون به د ورزشي ادارو د کړنو کلکه څارنه کوي

خوشحال تایب: د ورزشي خبريالانو فدراسيون مرستيال

د افغانستان ورزشی خبریالانو ملي فدراسیون د یوې خبري غونډې له لارې پر ورزشي ادارو غږ وکړ چې له رسنیو سره د خبر رسولو په برخه کې پوره همکاري وکړي او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په بشپړ ډول عملي کړي.

دغه راز له ورزشي خبریالانو یې وغوښتل چې د خپلو راپورونو له لارې د ورزش برخې نیمګړتیاوې راپورته کړي او په خپلو څېړنیزو او تحقیقي راپورونو هغو ټکو ته پام وکړي چې د ورزش او ورزشي لوبغاړو په وړاندې خنډ ګرځي.

د افغانستان د ورزشي خبریالانو ملي فدراسیون مشر سایر ځلاند خبریالانو ته وویل دا مهال ځینې ورزشي ادارې هغه معلومات رسنیو ته نه ورکوي چې خبریالان کار پرې کوي چې دې کار پر ځینو دغو ادارو شکونه هم ډېر کړي دي.

ځلاند دغه راز وايي، د افغانستان د ورزشي خبریالانو ملي فدراسیون په نړیواله کچه پېژندل شوې اداره ده او خبریالان کولای شي له ستونزو د مخ کېدو پر مهال او  د حل لپاره له دغه فدارسیون سره په اړیکه کې شي.

د ورزشي خبریالانو فدراسیون پر رسنیو غږ وکړ چې آسیا سالون دننه سیالیو لپاره چې ټاکل شوې په سپټمبر میاشت کې په ترکمنستان کې جوړې شي خپل خبریالان دغه فدراسیون ته وروپېژني. دغو سیالیو د خبریالانو د لېږلو او اجازه لیک ترلاسه کولو حق هم له دغه فدارسیون سره خوندي دی.

د افغانستان د ورزشي خبريالانو ملي فدراسيون چې نن يې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل کې خپل نوی مرکزي دفتر پرانیست، پر ورزشي ادارو غږ وکړ چې له دې وروسته به يې ټول کارونه په کلکه څارل کېږي او د يو مسؤول ارګان په توګه به له ورزشي ادارو سره د ستونزو د حل په برخه کې همکاري کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *