د کابل کرکټ لوبغالي د پراختیا چارې پیل شوې

د افغانستان کرکټ بورډ نن /پنجشنبه/ اعلان وکړ چې د الکوزي کابل نړیوال لوبغالي د بیا جوړونې او پراختیا د پلان په اړه لومړنۍ چارې نن پیل شوې.

د کرکټ بورډ په وینا د دې پلان هدف دا دی چې دا لوبغالی په نړیوالو معیارونو برابر شي.

په همدې موخه د کرکټ بورډ عمومي رئیس ښاغلی شکرالله عاطف مشعل، د ښار جوړونې وزیر او د کرکټ د بورډ غړي ښاغلی سید منصور سادات نادري، د کابل ښاروال ښاغلي عبدالله حبیبزي د اراضي د خپلواکې ادارې رئیس ښاغلي محمد جواد پیکار، د کرکټ د بورډ غړي ښاغلي فریدون الهام، بهرنيو کورنيو انجینرانو او ډیزاینرانو د کابل الکوزي لوبغالي له شاوخوا ساحو څخه لیدنه وکړه چې د کرکټ لوبغالي سره نښتې او په دې اړه یې په نوې جوړه شوې نقشې خبرې وکړې.


د خبرو په پیل کې د ښار جوړونې وزیر ښاغلي سید منصور سادات نادري ژورنالیستانو ته د لوبغالي پر پراختیایي کارونو معلومات ورکړل او وویل چې ډير زر به په کابل کې د یو نړیوال معیار لوبغالي شاهدان اووسو.

ښاغلي نادري زیاته کړه، کرکټ د افغانستان ویاړ دی او د وروستیو بریاو مبارکي یې ولسمشر، د افغانستان ټول ولس، د کرکټ بورډ مشر تابه،د کرکټ د بورډ ټولو غړو او د کرکټ اتلانو ته وویله او زیاته یې کړه، چې د کرکټ نړیواله شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو لپاره ځانګړي شرایط لري، یو له هغو شرایطو څخه د کرکټ معیاري نړیوال لوبغالو درلودل دي، چې موږ باید د پسرلي په پیل کې د دې لوبغالي د پراختیا لپاره عملي تعمیراتي کارونه پیل کړو.

د خبرو په پای کې ښاغلي نادري د الکوزي شرکت څخه هم مننه وکړه چې تر دي دمه یې د کرکټ بورډ سره مرستې کړي دي.


د پروګرام په پای کې ښاغلي نادري اوښاغلي مشعل د ژورنالیستانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *