پکتیکا: د کرکټ لوبغالي د جوړېدو چارې پیل شوې

۴ کب ، ښرنه ـ خبریال : محمد اکرم شهاب –

د پکتیکا په مرکز کې د کرکټ د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو چارې پیل شوې. د دغه لوبغالي د بنسټ ډبره د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل کېښوده .

عاطف مشعل وویل چې کرکټ د سولې لوبه ده او لوبغاړي یې د سولې پیغام له ځان سره لېږدوي.

مشعل که څه هم د لوبغالي ټول لګښت ونه ښود خو ویې ویل چې د راتلونکي کال تر پایه به یې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

ده وویل : (( ما چې له کرکټ سره د پکتیکا د ځوانانو مینه او جذبه ولیده ، نور هم تشویق شوم چې د کرکټ په برخه کې دې ولایت ته ډېر کار وشي.))

د کرکټ بورډ مشر وایې چې د یاد لوبغالي له جوړېدو څخه به خپله څارنه کوي.
دی وایې ، میدان به په ښه او معیاري ډول جوړېږي ، او له جوړېدو وروسته به د هیواد ملي ټیم په دې لوبغالي یوه لس اوریزه لوبه هم ترسره کړي.

مشعل زیاتوي چې د پکتیکا د کرکټ پر څو کلبونو یې د لوبې ټول وسایل هم ووېشل .
د ده پر وینا، چې د ځوانانو د روزنې لپاره به اکاډمي هم جوړه کړي.

د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر سلاکار شمیم خان کټوازي وویل چې پکتیکا وال د سپورټ په خاص ډول کرکټ سره ډېره مینه لري.

نوموړي وویل چې په دې برخه کې یې له ولسمشرڅخه په پکتیکا کې د کرکټ میدان د جوړېدو غوښتنه وکړه چې دا نن یې عملا د جوړېدو چارې پیل شوې.

شمیم وویل چې لوبغالی به معیاري جوړېږي او موږ په معیار برابر لوبغالی غواړو.
دی هم وایې چې د لوبغالي له جوړېدو وروسته به د افغانستان د ملي ټیم اتلان په دې میدان لومړۍ لوبه ترسره کړي.
د یادونې ده چې د کرکټ د یوه معیاري لوبغالي جوړېدل له کلونو راهیسي د پکتیکا د کرکټ لوبغاړو ، ځوانانو او مینه والو غوښتنه وه.

د ویلوده چې د کرکټ بورډ په دې پلاوي کې د هیواد د ملي ټیم اتلان نوروز منګل ، میرویس اشرف ، رییس احمدزی ، احمدشاه سلېمانخېل ، ملي لوبڅار احمدشاه پکتین او نور هم شامل وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *