ثناګل ګلزار

د هندوستان او اسټرلیا ترمنځ د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ د هندۍ لوبډلې په ګټه پاي ته ورسیده.

د یاد سیریز وروستۍ لوبه نن په مېلبرن کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې هندۍ لوبډلې د اوو ویکېټو په شتون سره د دغې لوبې ګټونکې شوه.

ورو توپ اچونکی چهال شپږ لوبغاړي وسوځول، چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د هندوستان پخوانی لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوني د سیریز غوره لوبغاړی وپیژندل شو، چې په دغه سیریز کې درې پرلپسې پنځوسېزې ووهلې او په درېیو لوبو کې ۱۹۳ منډې وکړې.

اسټرلیا کې د یادو لوبډلو ترمنځ د درېیو شلو اورېزو لوبو لړۍ یو یو مساوي پاي ته ورسیده، خو هندوستان د څلورو ټیسټ لوبو سیریز دوه یو او د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم دوه یو وګټله