د ۲۰۲۰ ز کال د شل اوریزو سیالېو جام لا هم د نامالوم برخلیک سره مخ دی

د کرکټ نړیواله شورا وايي د ۲۰۲۱ م کال شل اوریز جام لپاره د هندوستان کرکټ بورډ د مالیې په ورکړه کې پاتې راغلی او ښایي د یاد شل اوریز جام کوربتوب له هندوستان څخه واخېستل شي.

تمه ده چې هندوستان د ۲۰۲۱ م کال شل اوریز جام کوربتوب وکړي، هندوستان هېواد کې د کرکټ مینوال او ننداره کوونکي خورا زیات وي؛ نو ځکه یې بیا ګټه هم زیاته وي.

خو د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې د هندوستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ م کال شل اوریز جام لپاره د تړون مالیاتي سیستم نه دی صفا کړی او ښایي چې د جام د کوربتوب حق ترې هم واخېستل شي.

۲۰۱۶ م کال کې هم هندوستان د نړیوال شل اوریز جام کوربتوب کړی؛ د هغه جام اتلولي ویسټ انډیز اخېستې وه.

له ۲۰۱۶ م کال راهیسې تر دې دمه د نړیوال شل اوریز جام ترسره کېدل نه دي ډاډمن شوي.

د کرکټ نړیواله شورا وایي چې د مالي ستونزو له امله یې ونشو کولای چې له ۲۰۱۶ م کال څخه تر ۲۰۲۰ م کال پورې نړیوال جام ترسره کړي.

۲۰۲۰ م کال کې د شل اوریز کرکټ جام کوربتوب ته اسټرالیا غاړه اېښې؛ خو د کرونا ویروس له امله دا جام هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دی.