افسر ځاځی: ترافیکي پېښې نه یم خواشینی کړی؛ خپه دې ته یم چې سر یې را ټپي راکړ او بیا یې تېښته هم وکړه

د افغانستان ویکټ ساتونکی او توپوهونکی افسر ځاځی په دې وروستیو کې د ترافیکي پېښې سره مخ شو، دی وایي تېروتنه د مقابل لوري موټر چلوونکي وه، په ډېره ګڼه ګوڼه کې یې چټک سرعت وکړ، هېڅ ترافیکي قوانین یې مراعت نکړل او چې کله یې سر را ټپي کړ، بیا وتښتېد.

دی د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ تر څنګ د هغه د تښتېدلو خبر ډېر مایوسه کړی دی.

ځاځی وايي چې اوس یې روغتیايي حالت ښه دی او ډاکټرانو ورته سپارښتنه کړې چې د سر ټپ به یې هم ژر ښه شي.

افسر ځاځی په داسې مهال کې د ترافیکي پېښې ښکار کیږي چې ټوله نړۍ کورونا وایروس ککړه کړې او دا هم مالومه نه ده چې د افغانستان او ګڼو نورو لوبډلو به کله او د چا سره سیالۍ ترسره شي.

افسر ځاځي تیر ۲۰۱۹ زیږدیز کال نړیوال جام کې د لومړي انتخاب ویکټ کیپر محمد شهزاد د ځای ناستي په توګه وټاکل شو، که څه هم نوموړي په هغه لوبلړ په جریان کې شپږ سیالۍ ولوبولې، او د پام وړ توپوهوهنه یې ونکړه، خو د ویکټ ساتنې پر مهال یې داسې یو غوره کیچ اخیستی و چې ګڼ شمېر ورزشي نړېوالو ورځپاڼو پرې سرمقالې خپرې کړې.

ځاځی د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۳ زیږدیز کال په شارجه کې د کینیا خلاف په درېیو ټیسټ  او یوه شل اوریزو لوبو کې د افغانستان استازیتوب هم وکړ.