د حضرت ځاځي ارمان!
افغان چپ لاس توپ وهونکی د کرېس ګیل نیکه حضرت الله ځاځی چې اوس مهال د بنګله دېش کرېکټ په غوره لیګ کې لوبېږي او دوه لوبې یې پکې ترسره کړي دي. نوموړي په دې دواړو لوبو کې نیمه سلېزې وهلي دي او د لوبې غوره لوبغاړي جایزې یې هم ترلاسه کړي دي.

ځاځی د روان لیګ تر ټولو مخکښ لوبغاړی دی په ۱۳۵ منډو یې خپل نوم ځلانده ساتلی دی. نوموړي د تېرې  لوبې څخه مخکې په کنفرانس کې میډیا ته وویل” چې زما هېله داده چې د افغانستان لپاره په راتلونکې ورلډ کپ کې ولوبېږي او ان شاءالله ځان به ښه ثابت کړم”


له افغان کرکټ بورډ سلېکشن کمېټې د کرکټ او په ځانګړي ډول د حضرت ځاځي مینه وال هیله کوي، څو د راتلونکې نړیوال جام سیالېو کې حضرت الله ځاځی وټاکي.