ځاځی: افغانستان به د شل اوریزو سیالېو په نړېوال جام کې تر نیمه پایلوبې په ډېرې اسانۍ ورسېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی پيلیز لوبغاړی حضرت الله ځاځی چې ډېری وخت د کرکټ په شل اوریز فارمټ کې لوبیږي او مینه وال ورته د افغان کرېس ګېل لقب هم ورکوي، د کرکټ نړۍ سره په کړې مرکه کې ویلي: افغان کرکټ ملي لوبډله به د شل اوریزو سیالېو په نړېوال جام کې تر نیمه پایلوبې په ډېرې اسانۍ ولوبیږي.

ځاځی چې په یو اوور کې یې شپږ شپږیزې وهلي او دا نړېوال ریکارډ یې ګڼ شمېر مینه وال بیا بیادوي، د کرکټ نړۍ سره یې پر یوې ځانګړې مرکه کې څو پوښتنو ته ځوابونه هم ویلي دي، دی وايي:

(( زه باوري یم چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د شل اوریزو سیالېو په نړېوال جام کې تر نیمه پایلوبې پرته له فشار ورسیږي، ځکه موږ پیاوړې لوبډله لرو او د پام وړ تمه ترې کیدی شي.))

ښاغلی ځاځی چې په کیڼ لاس شور جوووونکې توپوهنه کوي د کرکټ له نړۍ سره په مرکه کې زیاته کړې: ((لومړی کار چې زه به یې د لوبغاړي په توګه وکړم هغه له خپلو نږدې ملګرو سره تر ډېره پاتې کېدل دی چې ماته ویاړ او ډاډ رابښي.))

ځاځي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د هند په غوره لیګ کې به ولوبېږئ؟ وویل:

 ټول لوبغاړي هیله لري چې په آی پی ایل کې لوبیږي، ځکه دا د نړۍ نامتو او درس ورکوونکی لیګ دی.