د بي سي سي آی کمېټې اجرایوي رئیس: مونږ به څه وخت وروسته کرکټ سیالېو ته راستانه شو

ولید ( خپلواک)

 د هندوستان کرکټ بورډ او د بي سي سي آی کمېټه غواړي لوبغاړو ته اجازه ورکړي چې کله یې خوښه شي کرکټ ته راستنیدلی شي. د د غې بورډ مشهوره اداره بي سي سي آی چې په راس کې یې سوراپ ګنګولي  او ترڅنګ یې نور هندي پخواني لوبغاړي شامل دې ډېری پرېکړې یې د هندوستان په ګټه وي. په یاده کمېټه کې هغه لوبغاړو ته چانس ورکول کيږي چې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ته یې په نړیوالو جامونوکې ښې سیالۍ ترسره کړي وي. د یادې کمېټې اجرایوي رییس راهول جوهري ویلي: ((مونږ دیارلسم پړاو آی پي ایل ته خوشبینې یوو او امکان شته چې دغه لیګ به د کال په وروستیو میاشتو کې ترسره شی، مونږ لوبغاړو ته ازادي ورکوو چې کله یې خوښه شوه بیرته خپل کرکټ ته راستنیدلی شي.))

چودري زیاتوي:

((مونږ به څه وخت وروسته کرکټ سیالېو ته راستانه شو چې ښایې دا به د سيپټمبر میاشت وي، مونږ د حکومت مشورو ته غوږ نیسو او مخته به ځو.))

یاده دې وي چې دیارلسم پړاو آی پي ایل د کرونا ویروس له امله د نامعلوم وخته پورې ځنډیدلی.