د جنوبي افریقا پخوانی کرکټر: افغان کرکټ ملي لوبډله یوازې سیالي نه کوي، بلکې دوی د مخالفې لوبډلې ماتول غواړي

د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کرکټر ایچ ډي اکر مین چې په ۲۰۲۰ جنوري کې د افغانستان د توپوهنې روزونکي په توګه اعلان شو او په نړۍ کې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له امله له افغان ملي لوبډلې سره تر پنځلس ورځو کم وخت تېر کړ؛  تازه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مورال په اړه خپله بنده خوله پرانېسته.

ایچ ډي اکر مین ویلي چې د خپل کرکټ په تاریخ کې نړېوال ریکارډونه لري، له رسنۍ سره وویل:

هغه وړتیا چې افغان کرکټ ملي لوبډله یې لري بې سارې ده، ما هیڅکله نه دي لیدلي چې د نړۍ نوموتي کرکټ ملي لوبډلې دې د افغانستان کرکټ لوبغاړو په څېر اغېزمنه او له ولولو ډکه سیالي ترسره کړي. دی زیاتوي:

دوی یوازې سیالي نه غواړي، بلکې د مقابلې لوبډلې ماتولو ته شېبې شماري.

له نوموړي وپوښتل شول:

وړاندې له دې چې تاسو دې دندې لپاره لاسلیک وکړئ، د پخواني کرکټر په توګه د افغانستان کریکټ په اړه ستاسو نظر څه و؟

ما په نیوزیلنډ کې څه موده وړاندې د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټرانو نړېوال جام کتلی و، باور مې نه کیده چې ځینې لوبغاړي څومره ښه وو. مجیب الرحمن هغه وخت یو ښه راتلونکي ته سترګې پر لار و او دا دی اوس یې موږ ټول ګواهان یوو. دا یې یو لوبغاړی و چې نړۍ یې حیرانه کړه؛ نو زه یې د ټول ملت په اړه فکر نشم کولی چې نور به څومره اتلان لري.