جنوبي افریقا پاکستان ته خپل سفر لغوه کړی او وايي چې بل وخت به ورسره لوبلړۍ وکړي

ټاکل شوې وه د سویلي افریقا د کرېکټ ملي لوبډله په مارچ میاشت کې د لوبو لپاره پاکستان ته سفر وکړي، خو تېره ورځ د سویلي افریقا کرېکټ بورډ دغه سفر لغوه کړ.

له دې وړاندې سویلي افریقا غوښتل د مارچ په میاشت کې پاکستان ته دریو نړیوالو شل اوریزو لوبو لپاره سفر وکړي، خو د سویلي افریقا کرېکټ بورډ تېره ورځ اعلان وکړ چې راتلونکې میاشت له هندوستان سره د لوبو له امله په لوبغاړي د کار فشار ډېر دی چې له امله يي دغه سفر لغوه کوي.

سویلي افریقا همداراز ویلي چې امکان لري د دواړو هېوادونو کرېکټ بورډ په همغږۍ دغه لوبې کوم بل وخت ترسره شي. دا په داسې حال کې دی، چې د پاکستان کرېکټ بورډ هم دغو لوبو لپاره لوژستیکي ننګونو سره مخ و.

سویلي افریقا راتلونکې میاشت له هندوستان سره درې نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې لري، چې د مارچ په ۱۸مه پای ته رسېږي. د پاکستان کرېکټ بورډ غوښتل چې د سویلي افریقا لوبډله له دغو لوبو وروسته دوبی کې پاتې شي او د پاکستان سوپر لیګ پای ته رسېدو څخه وروسته راولپنډۍ ته سفر وکړي.

د سویلي افریقا دغې پرېکړې په غبرګون کې د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي چې د لوبغاړو کاري فشار د هر بورډ لومړیتوب دی او د سویلي افریقا دغې پرېکړې ته درناوی لري.