د جنوبي افریقا یو کرکټر له سمرسیټ لوبډلې سره خپل تړون لغوه اعلان کړ

ولید ( خپلواک)

 د جنوبي افریقا چټک توپویشتونکي ورنون فلینډر سره سمرسیټ لوبډلې خپل تړون لغوه اعلان کړ، دا چې په انګلستان کې هیواد کې د جولای تر درېیمې نيټې پورې هر ډول کرکټ بند دی، نو ډېری کلبونه غواړي چې د بهرنیو لوبغاړو سره خپل قراردادونه فسخ کړي.

 د سومرسيټ لوبډلې رییس آنډي هوري ویلي: ((دا زمونږ لپاره ډېر ښه زیری و چې ورنون زمونږ لوبډلې سره قرارداد وکړ، مګر اوسنیو حالاتو په کتو د هغه سره تړون لغوه کول ترټولو بهترینه خبره ده.))

آنډي هوري زیاتوي: ((زه د ورنون د مدیرت او له دې مننه کوم چې په اوسنیو وختونو کې مونږ درکولی شي.))

یاده دې وي چې ورنون فلینډر د جنوبي افریقا لپاره ترډېره په اوږد فارمټ یا ټیسټ لوبې کې ډېر لیدل شوې دی او د نړۍ یو نامتو کرکټر بلل کېږی.