د جنوبي افریقا طوفاني کرکټر ابی ډویلیئرز د برسبین هيټ لوبډلې سره یو ځای کيږي

ولید (خپلواک)

 د کرکټ په نړۍ کې د ۳۶۰ لقب شهرت لرونکي سویلي افریقایي (ای بی ډویلیئرز) یو ځل بیا د خپلو مینوالو لپاره د استرالیا بیګ باش ته راستنیږي.

 ای بی چې په نړۍ کې د میدان هر اړخ ته شاټ په اسانۍ سره غورځولي شي، له نړیوال کرکټ څخه یې تقاعد اعلان کړی؛ خو د د سویلي افریقا لوبډلې او د مبصرینو په آند، ممکن په راتلونکي نړیوال شل اوریزه جام کې یو ځل بیا په ملي لوبډله کې ولیدل شي.

 ای بی به د (ټام بینټون) پر ځای د څو سیالېو لپاره د استراليا په بیګ باش لیګ کې د بریس بین هیټ په لوبډله کې د (کریس لين) تر لوبډلمشرۍ لاندې لوبه ترسره کړي.

 ډی ویلیئرز وویل: ((زه کولای شم چې په خپلې توپ وهنې سره دغې لوبډلې ته بریا ورکړم، او پوهیږم چې زما توپ وهنې ته بریس بین لوبډله څومره ضرورت لري.))

 ای بی به په څلورم نمبر پوزیشن میدان ته راښکته کيږي، او که چیرې ورته پېل کې چانس ورکول شي؛ نو دا د بریس بین هيټ لپاره تر ټولو ښه خبر وې.

(( ای بی د استرالیا د چټک توپ وهونکي کریس لاین په اړه وویل: دا له نیږدي نه پيژنم؛ خو په ای پي ایل کې ورسره د لوبې پرمهال بلد شوی یم، هغه د لوبې په جریان کې ډېر ښه لوبیږي. ))

 بریس بین هیټ لوبډله د بیګ باش سیالیو په جدول کې پنځم مقام له ځانه سره لري.

 ای بی چې په نړیوال کرکټ کې شهرت لرونکی لوبغاړی دی. ممکن یو ځل بیا د ۲۰۲۰م کال نړیوال شل اوریزه جام لپاره بیرته راوګرځي.

 فاف ډوپلسیس ویلي و چې زمونږ خبرې ورسره نهایې شوی دي، زه یې ډېر غوښتونکی نه یم خو د سویلي افریقا هیوادوال یې د بیرته راستنېدو ټینګار کوي.