د ۶ شپږیزو ریکارډ په نړېوال معیار چا جوړ کړ

ولید (خپلواک)

 هغه لوبغاړی چې په نړیوال کرکټ کې یې د شپږ شپږیزو ریکارډ تر شاه پرېخی، لا یې د ریکارډ د ماتولو هڅې روانې دي.

 د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر (یو راج سینګ) د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ م کال کې دانګلستاني چټک بالر (سټورټ براډ)خلاف شپږ شپږیزې ترلاسه کړي. دغه سیالۍ د شل اوریزه نړیوال جام لوبې وي او په سویلي افریقا کې ترسره کیدې.

 دوهم لوبغاړی چې په نړۍ کې دغه ریکارډ له ځانه سره لري هغه سویلي افریقایي (هارشل ګېبیز) دی. نوموړي په نړیوال پنځوس اوریزه نړیوال جام کې د نیدرلنډ خلاف په لیګ سپینر(ډان ون بنج)باندې دغه ریکارډ جوړ کړ.

 دریم لوبغاړی بیا افغان (حضرت الله ځاځی) دی چې نوموړي د عبدالله مزاري خلاف دافغانستان په کورني شپږیزه لیګ کې شپږ شپږیزې ترلاسه کړې.

 د کرکټ په نړۍ کې څلورم لوبغاړی د نیوزلنډ (لیو کارټر) دی چې د نیوزلنډ په کورني سوپر سمش سیالیو کې په ۲۰۲۰ م کال کې دغه ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ او د(انټن ډویسېچ) خلاف یې په یو اور کې شپږ شپږیزي ترلاسه کړي.

 په نړیوال کرکټ کې لا تر اوسه هم بي ساري چټک توپ وهونکي لیدل کيږي خو لا یې د یوراج او ګيبز ریکارډ نه دی مات کړی.