لیونل مسي د سرو زرو شپږم توپ وگاټه او نړېوال ریکارډ یې جوړ کړ

د بارسلونا شخصي لوبډلې بریدگر لوبغاړی لیونل مسي تېره شپه شپږم ځل لپاره د سرو زرو توپ گټلو سره نوی نړیوال رېکارډ هم جوړ کړ. ۳۲ کلن مسي له دې وړاندې وروستی ځل ۲۰۱۵ کې د سرو زرو دغه توپ په گټلو بریالی شوی و.

د فوټبال د ستورو دغه درجه بندۍ کې د لېورپول لوبډلې وېرجیل فن دایک دوهم او د یوونتس لوبډلې پرتگالي بریدگر لوبغاړی کرېسټیانو رونالډو درېیم مقام په خپلولو بریالي شول. د یادونې ده چې کرېسټیانو رونالډو هم پنځه ځلي د سرو زرو توپ په گټلو بریالی شوی.

له دې سربېره د لېورپول دروازه ساتونکی الېسن هم تېره شپه د لومړۍ ځل لپاره د نړۍ غوره دروازه ساتونکی جایزه «یاشین» ترلاسه کړه.

لیونل مسي په دې وروستیو کې د بارسلونا لوبډلې لپاره ۷۰۰مه لوبه ترسره کړه. نوموړی دغو لوبو کې ۶۱۴ گولونه وهلي چې په مرسته يي د بارسلونا لوبډله ۳۴ ځلي د لالیگا او څلور ځلي د اروپا پرېمیر لیگ اتلولي په گټلو بریالۍ شوې ده.

د سروز زرو توپ هغه جایزه ده چې له ۱۹۵۶ کال څخه د «فرانس فوټبال» مجلې له لوري د کال غوره فوټبالر ته ورکول کېږي او لومړۍ گټونکی يي د انگلستان استنلي متیوس و.

دغه جایزه ۱۹۹۵ کال پورې یوازې اروپايي لوبغاړو ته ورکول کېده. له هغې وروسته تر ۲۰۰۷ پورې ټول هغه لوبغاړي چې اروپايي شخصي لوبډلو کې لوبېدل د دغې جایزې گټلو فرصت درلود. خو له ۲۰۰۷ څخه وروسته د نړۍ هر فوټبالر دغه جایزه گټلی شي.

هر کال د فرانس فوټبال مجله د نړۍ د فوټبال ۳۰ غوره لوبغاړي انتخابوي او له هغې وروسته د ټولې نړۍ خبریالان (له هر هېواد څخه یو خبریال) دغو لوبغاړو لپاره خپله رایه کاروي او د دغې جایزې گټونکی انتخابوي.

له دې وړاندې کرېسټیانو رونالډو او لیونل مسي هر یو پنځه ځلي دغې جایزې گټلو سره نړیوال رېکارډ جوړ کړی و، خو لیونل مسي تېره شپه د شپږم ځل لپاره د دغې جایزې گټونکی شو او په دې ډول نوی نړیوال رېکارډ يي جوړ کړ.