نایک کمپنۍ میګان راپینو ته نوي بوټونه ډیزاین کړي، نور هم شته

محمود خان منندوی

رسمي : د انګلستان د فوټبال اتحادیې اعلان کړه، چې د 2020 یورو کپ ته د اماده ګۍ په نیت د 2020 د جون پر دوهمه د اتریش سره او د جون پر اوومه د رومانیا سره دوستانه سیالۍ کوي

منچسټر سیټي تېره شپه په غوره لیګ کې 4-1 برنلي ته ماته ورکړه او موقتاً دوهم مقام ته پورته شو.

 د منچسټر سیټي لپاره ګابریل جیسوس (2)، روډري او محرز ګولونه ولګول. د برنلي ګول بیا براډي ولګاوه.

 ټوماس مولر د بایرن ایالت د افتخار مډال دې ایالت ته د کړیو خدمتونو په خاطر تېره شپه ترلاسه کړی. د بایرن ایالت لومړي وزیر مارکوس زودر دا مډال هغه ته ورکړ.

د لالیګا د نومبر میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته کاندید لوبغاړي اعلان شول.

 رسمي: په لومړي لیګ کې د پاریس سېنټ جرمن او موناکو ځنډیدلې لوبه د 2020 د جنورۍ پر 15مه کېږي او په لومړي لیګ کې د دوی د راتګ پړاو لوبه بیا د جنورۍ پر 13مه کېږي.

 رسمي: یوازې تر 3 لوبو وروسته فابیو ګروسو د بریشیا کلب څخه اخراج شو او پر ځای یي بیرته اخرج شوی روزونکی کوریني وټاکل شو.