لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی
د منچسټر سیټي او ټاټنهام د نن شپې د لوبي جالب نقاط:
د انګلستان د غوره لیګ په تاریخ کې هفه لوبغاړي چې ډېرې بریاوې یي ترلاسه کړي دي.
روما په دوستانه لوبه کې ارټز ته 3-1 ماته ورکړه.
د منچسټر سیټي د نه منل شوي ګول سره د ټاټنهام د رسمي اکونټ شوخي.
منچسټر سیټي په غوره لیګ کې د زینچنکو په شتون کې همېشه بریا ترلاسه کړې وه. تر 23 لوبو وروسته زینچنکو په لومړي ځل په غوره لیګ کې د لوبې څخه ګټوونکی ونه ووت.

یوونټوس په دوستانه لوبه کې د ډیبالا په ګول سره ټریسټینا ته 1-0 ماته ورکړه.
زیدان تائید کړه، چې بیل به دا فصل په ریال ماډریډ کي پاته شي.
818 ورځې وروسته، ریال ماډریډ د 2017م کال د می د 21مې نېټې راهیسي، په لومړي ځل په لالیګا کې تر بارسلونا مخته شو.
منچسټر سیټي د انګلستان په غوره لیګ کې د ټاټنهام سره لوبه مساوي کړه. منچسټر سیټي 2 | رحیم سټرلینګ او سرجیو اګویرو
ټاټنهام 2 | لوکاس مورا او ایریک لامیلا.