د فوټبال نړۍ

محمود خان منندوی

حافي د طوفان هریرود مالي ملاتړ کوونکی شرکت شو.

دغه شرکت د طوفان هریرود لپاره نغدي دوه میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي دي، چې په دې کې د تګ او راتګ د ټکټونو، په هوټل کې د اوسېدو، درې وخته ډوډۍ، ټرانسپورټ او هر لوبغاړي او د کاري ټیم غړي ته 500 افغانۍ شاملې دي.

راموس تر نن لوبې وروسته! فصل مو په ښه روحیې د دریو کپونو د ګټلو په نیت پیل کړی دی.
د بارسلونا د لوبې په هکله باید ووایم، چې موږ نورو کلبونو ته پام نه کوو. په هره لوبه کې به د دریو نمرو لپاره کوښښ وکړو.

د نن لوبې پایله ښه وه او زموږ سره مرسته کوي، چې تېري لوبې هیري کړو.

لوکا موډریچ نن د لومړي ځل لپاره په لالیګا کې او د دوهم ځل لپاره په ریال ماډریډ کي د سره کارت په خاطر ویستل شو.
( 2014 کال د هسپانیا سوپر کپ کې د اټلاټیکو ماډریډ پر وړاندې)