د څو مهمو ورزشي خبرونو سرلیکونه

منندوی
– په کندهار کې د سولې او خپلواکۍ د بایسکل ځغلوني سیالۍ په ارغنداب ولسوالۍ کي د کندهار پیوند او ارغند مدني ټولنو لخوا جوړه شوي وه چي په زیات شمېر ورزشکارانو پکې ګډون کړی وو. د مسابقې لومړي، دوهم او دریم مقام ګټونکو ته المپیکي بائیسکلان او د نورو مقامونو ګټونکو ته نوري بیلابیلي جایزې ورکړل شوې.
– لیورپول د انګلستان په غوره لیګ کې دوهمه لوبه هم وګټله. چې لیورپول 2 ساوټهپټون 1 ګول ولګاوه. د لیورپول لپاره ګول وهوونکي: ساډیو ماني او روبرټو فیرمینو او د ساوټهپټون ګول وهوونکی: ډني ټاکل شوی و.
– د خپلواکۍ بیرته اخیستو د سلمې کلیزې په ویاړ، د زمري په ۲۸مه به افغان ځوانان او افغان اتلان د کابل په لوبغالي کې د یو بل پر وړاندې لوبه وکړي.
– د ریال ماډریډ لپاره د 2019/20 فصل لومړی ګول الحاج کریم مصطفی بنزما ولګاوه.
– بایرن میونیک د 2011 کال راهیسې په لومړي ځل د بونډسلیګا لومړۍ لوبه کې بریا ترلاسه نه کړه.
– اټلاټیک بیلباوو د 2013 کال راهیسې په لومړي ځل بارسلونا ته په لالیګا کې ماته ورکړه. بارسلونا په خپلو اخېرو 11 لوبو کې د اټلاټیک بیلباوو څخه ماته نه وه خوړلې.