د والیبال افغان لوبډله سبا له ترکمنستان سره لوبه کوي

د والیبال د مرکزي اسیا زون سیالۍ دوشنبه سهار ۸ بجې او ۴۰ دقیقې د افغانستان او ترکمنستان په لوبې سره پېلیږي.

دغه سیالۍ د نیپال په کوربه توب د افغانستان په ګډون د نیپال، ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، بنګله دېش، مالدیف او بوتان هېوادونو ترمنځ ترسره کیږي.

د افغانستان د والیبال فدراسیون د معلوماتو له مخې افغان والیبال ملي لوبډلې دې سیالیو ته د چمتوالي په موخه هند او نیپال کې تمرینات وکړل.

د مرکزي اسیا زون والیبال سیالۍ دوشنبه پېلیږي او یوه اوونۍ به دوام وکړي.

افغانستان په دې سیالیو کې داسي مهال ګډون کوي، چي تر دې مخکي افغان والیبال ملي لوبډلې په ۲۰۱۴م کال کې په مرکزي آسیا زون سیالیو کې درېیم مقام خپل کړی وو.