د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د زمري میاشتې په پای کې پیلیږي
ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال غوره ليګ (APL) اتم پړاو د زمري میاشتې په ۲۸مه د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شي.
د فوټبال فدراسيون سرپرست يوسف کارګر وايي، غوره ليګ سياليو ته د لارموندنې لوبې پيل شوې او له دې لوبو به لوبډلو ته لوبغاړي ټاکل کېږي. کارګر وويل:
«د افغانستان فوټبال غوره ليګ سيالۍ د زمري په ۲۸مه په شانداره مراسمو پيلېږي او هره اوونۍ به درې لوبې وشي.»
تېر کال د فوټبال غوره ليګ سياليو اووم پړاو د مالي ستونزو له کبله د کال په وروستیو کې ترسره شو.
د فوټبال فدراسيون سرپرست وايي، سږ کال د دوی مالي ستونزه اواره شوې او له همدا اوسه یې له یو شمېر کمپنيو د مرستو ژمنې ترلاسه کړې دي.
د افغانستان فوټبال غوره ليګ سياليو کې د هېواد له بېلابېلو زونونو اته لوبډلې(شاهين اسمايي، د اباسين څپې، توفان هریرود، د سپينغر بازان، سيمرغ البرز، د ميوند اتلان، موجهای امو او عقابان هندوکش) برخه لري.
د يادونې وړ ده، تېر کال د فوټبال غوره ليګ ساليو اتلولي توفان هریرود لوبډلې ګټلې وه.