د فوټبال کنفدراسیون لپاره دوه نوي غړي وټاکل شو
د افغانستان د فوټبال فدراسیون دوه غړي د اسیا فوټبال د کنفدراسیون دایمي غړي وټاکل شول.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون سرپرست رئيس محمد یوسف کارګر او د فوټبال فدراسیون سرپرست سکرټر جنرال فضل محمد شهاب د آسیا فوټبال کنفدراسیون د دایمي غړو په توګه معرفي کړل شوي دي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دواړه به له ۲۰۱۹ نه تر ۲۰۲۳م کال پورې د یاد فدراسیون غړي وي.
د آسیا فوټبال کنفدراسیون په آسیا کي د فوټبال چارې اداره کوي او خپلي چارې د آسیا په ۴۷ هېوادونو کې پر مخ وړي.
دا کنفدراسیون په ۱۹۵۴ مېلادي کال کې جوړ شوی دی.
په دغه کنفدراسیون کې به یوسف کارګر د فني کمېټې او فضل محمد شهاب به د تفتیش کمېټې د غړو په توګه دنده کوي.