د فوټبال وروستي لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

په مختلفو فصلونو کې د سیر اې مصرف شوي پیسې په نقل او انتقالاتو کي او په اروپا کي یی لاسته راوړي جامونه.

رسمي: د سینټ ایټین دفاعي لوبغاړی ویلیام سالیبا په 5 کلن قرارداد د ارسنال سره یو ځای شو. هغه به راتلونکی فصل په قرضي توګه په سینټ ایټین کې ولوبیږي.

سکای سپورټ: د زیاتو خبرو سربیره بیا هم د لیسبون مرکزي لوبغاړي برونو فرنانډز د منچسټر یونایټیډ سره یو ځای کېدو ته علاقه نه ده ښکاره کړې.

د 2003م کال په دې ورځ، د ډورټمنډ ګول ساتونکی ینس لمن د ارسنال سره یو ځای سو او په لومړي فصل کې یې د ارسنال سره د غوره لیګ اتلولي په داسي حال کي وګټله، چې هیڅ ماته یي هم ونه خوړه.

په نوي فصل کې د انګلستان د غوره لیګ نوي څهرې.

منچسټر یونایټیډ په دوستانه لوبه کې 2-1 ټاټنهام ته ماته ورکړه.

د ګول د سایټ د نظره د یوه کلب د تاریخ غوره لوبغاړی.

هغه ځوان لوبغاړي چې په دې فصل کې د انګلستان د مطرحو کلبونو د کښه کلبونو څخه اصلي لوبډلو ته لاره پیدا کړې ده.

کوپي: ریال ما‌ډریډ نه غوښتل چې سبایوس خرڅ کړي او غوښتل یی چې د یوه فصل له پاره یي په قرضي توګه ورکړي