په شیرزي انستیتوت کې د ۱۶ فوټبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پېل شوې

قدرت الله عابد
ددې لوبلړ پېل د یو لړ مراسمو سره پیل شوې. په مراسمو کې د انستیتوت ریئس حاجی حبیب الله رحمت خوښي وښوده چي ځوانانو ورزش ته مخه کړې.
نوموړي وویل چې ددې سیالیو څخه یې هدف په کندهار کې د تنکي ځوانانو ترمنځ د ورزش یا د فوټبال لوبې ژوندي ساتل دي.
په مراسمو کې د کندهار ښار یو شمېر مخکښو ځوانانو هم خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې فوټبال د هیواد په سطحه یوه تاریخي لوبه ده.
دوی زیاته کړه، چې کندهار د فوټبال په پیل کي په ټول کي هیواد کي ساری نه درلود.
ددې ترڅنګ ټولو ځوانانو د ښاغلي رحمت څخه مننه وکړه، چي د فوټبال دا سیالۍ یې په لاره واچولې.
د مراسمو وروسته ددې سیالیو لومړۍ لوبه هم ترسره شوه.
دا سیالۍ د نن له پیل څخه وروسته دوې اونۍ نور هم جریان پیدا کوي او وروسته به یې پایلوبه ته اخیرنۍ لوبډلي وځي.