د هند او نیوزلنډ تر منځ ننۍ نیمه پای لوبه لا هم د اورښت له امله ولاړه ده

بهار سمسور
نیوزلنډ د ټاس له ګټلو وروسته، په لومړۍ توپوهنې سره ۲۱۱ منډو کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړي او د ۴۷ م اور د لومړي توپ وروسته لوبه د اورښت له کبله ودرول شوه.
که اورښت لا هم دوام پیدا کړي او د لوبې وخت ضایع شي، نو د کریکټ د اوصولو تر مخې په لوبه کې د اورښت د وریدو وروسته، د لوبې مساوي اعلانول، بې نتیجې اعلانول، یا هم یو لوري ته د لوبې د ورکونې حق او مسؤلیت د لوبې له لوبڅارانو سره دی.
پورته پرېکړې کول هم خپل ځای/وخت لري، خو که نن اورښت وشي او زیات اورښت کیږي، د کریکټ د قوانینو له مخې هند به مخامخ پای لوبې ته ورسیږي، دا ځکه چې هندوستان د روان نړیوال جام دوهم نمبر هغه لوبډله ده، چې له اسټرالیا وروسته یې دوهم پړاو ته لاره پیدا کړې ده،او نیوزلنډ په وروستي څلورم مقام کې قرار لري.