د انګلنډ او نیوزیلنډ تر منځ د پایلوبې هر بال یوه لوبه وه

رسول شریف الهام

انګلنډ د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام وګاټه، پایلوبه داسې وشوه چې هر بال یې یوه لوبه وه. سوپر اور یې بیخي د کرکټ د شاذ او نادرو حالاتو څخه و. دا لوبه په تمامه مانا د کرکټ ښکلې لوبه وه، ما ته هېڅ بایلونکي نلري، دواړه یې ګټونکي دي. تر نړیوال جام مخکې لا دا ویل کېدل چې انګلنډ به ګټونکی وي.
د سوپر اور اصول دا دي که سوپر اور کې هم منډې مساوي شي، بیا هغه ټیم ګټونکی دی چې په سوپر اور او خپل انینګز کې یې څلوریزې او شپږیزې ډېرې وهلې وي، په دې برخه کې نو انګلنډ تر نیوزلنډ مخکې و. د نیوزلنډ بخت هغه وخت خراب شو، چې ۵۰م اور کې په اور ترو کې شپږ منډې وشوې.

په دې سره انګلنډۍ لوبډلې وروسته د ۴۴ کاله، یوه میاشت او ۱۸ ساعته وروسته وکولای شول چې نړیوال جام خپل کړي.