په نیمه پایلوبه کې نن نیوزیلنډ هندۍ لوبډله ماته او پایلوبې ته یې لاره پېدا کړه

خان وزیر عابد

د انګلستان په کوربتوب د کرکټ د یو ورځنېو سیالیو د نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې نیوزیلنډ لوبډلې هند ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د (۲۰۱۹) کال نړیوال جام پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

 دغه نیمه پایلوبه پرون د جولای په نهه نېټه په مانچسټر ښار کې پیل شوې وه، خو د باران له امله یاده سیالي نن ورځې ته هم پاتې شوه، په دې لوبه کې پچه نیوزیلنډ ګټلې وه او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه کړې وه، دوی په ټاکلو پنځوس اورونو کې هند ته د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ( ۲۴۰) منډو هدف ټاکلی وو. د نیوزیلنډ لوبډلې لپاره په توپوهنه کې لوبډلمشر کین ویلیمسن ۶۷ ډیرې منډې کړې وې، دغه راز روس ټایلر ۷۳ هنري ۲۸ او ټوم لېټهوم بیا ۱۰ ډیرې منډې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

 د هندۍ لوبډلې لپاره په توپ اچوونه کې بونیشور کمار درې لوبغاړي، دغه راز جسپریټ بومرا، هارډیک پنډیا، چهال او رویندرا جدیجا یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.  هندۍ لوبډلې د نیوزیلنډ ټاکل شوی د ۲۴۰ منډو هدف ترلاسه نکړ، دوی ټول په وروستي پنځوسم اور کې په ۲۲۱ منډو باندې وسوځېدل او سیالي یې په ۱۸ منډو باندې په وروستیو کې وبایلله.  هندۍ لوبډلې ته په توپوهنه کې روهیت شرما، ویراټ کوهلي، کی ایل راهول نن په پېل کې په یوې یوې منډې وسوځېدل، وروسته ریشب پنټ او هارډیک پنډیا ۳۲،/۳۲ منډې جوړې کړې. د دوی د سوځېدو وروسته رویندر جدیجا او ایم ایس ډوهني نږدې وه هندۍ لوبډله بریا ته ورسوي، خو په یو مهم وخت کې جدیجا په ۷۷ او ډوهني په ۵۰ منډو وسوځېد د نیوزیلنډ لوبډلې لپاره په توپ اچوونه کې نن ماټ هنري درې لوبغاړي وسوځول، دغه راز ټرینټ بولټ او مېچل سنټېر دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل، دوی هندۍ لوبډله هدف پوره کولو ته پرېنښوده.

 دا نیمه پایلوبه د نیوزیلنډ لوبډلې په ۱۸ منډو وګټله او د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پایلوبې ته یې لار پیداکړه، اوس به نیوزیلنډ د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ نیمه پایلوبې ته انتظار کوي او ګټونکې لوبډلې سره به پایلوبه وکړي. پرون د جولای په نهمه نېټه د لوبې د ۴۶ اور په دوام په مانچسټر کې چټک اورښت پیل شو، چې ان تر ساعتونو ساعتونو یې دوام وکړ چې دغې نیمه پایلوبې ته په زرګونه مینوالو ټکټ کړی وو، خو د باران له امله میدان ته راغلو مینوالو سیالي په نیمه کې پرېښوده او خپلو کورونو ته ستانه شول، خو نیمه سیالي یې نن بیا په مانچسټر کې تر سره شوه.

د مبصرینو پر وینا په انګلستان کې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام یو شمېر سیالۍ بارانونو بې خونده کړې، تر ډیره مهمې سیالۍ د بارانونو له امله مساوي پای ته ورسېدې او آن مینوال یې میدان ته په راتګ هم پښېمانه شول. پرون داسې ویل کېدل چې په نیمه پایلوبه کې هند ته بریا ورکړل شي او نېغ په نېغه پایلوبې ته ووځي، خو د لوبې لوبڅارانو او نورو تخنیکي کمېټو دا ناسمه وبلله او سیالي یې نن ورځې ته هم پرېښوده چې نن د نیوزیلنډ بخت بیدار شو او هند یې مات کړ. د یادولو ده سبا د جولای په ۱۱مه نېټه به دوهمه نیمه پایلوبه د افغانستان پر وخت د غرمې په دوه بجو د کوربه انګلستان او اسټرالیا ترمنځ ترسره شي.