د هند او نیوزیلنډ ترمنځ به پاتې سیالۍ نن ۲ بجې بیا پیل شي

خان وزیر عابد

 د انګلستان په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام لومړنۍ نیمه پایلوبه د هند او نیوزیلنډ ترمنځ د باران له امله نیمه پرون ترسره شوه او پاتې یو اننګز او څلور اورونه به نن ورځ ترسره شي.

  د کرکټ نړیوال جام سیالیو په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې پچه نیوزیلنډ وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، نیوزیلنډ په لومړۍ توپوهنه کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۶،۱اورونو کې ټولې ( ۲۱۱) منډې جوړې کړې وې چې لوبه د اورښت له امله ودرېده او تر وروستېو شېبو اورښت وورید.

 په دغې سیالۍ کې د نیوزیلنډ لپاره په توپوهنه کې لوبډلمشر کین ویلیمسن په ( ۶۷) منډو وسوځېد، دغه راز روس ټایلر بیا تر وووستېو شېبو پورې په (۶۷) منډو ناسوځېدلی پاتې شو او نن ورځ به ټایلر ورسره ټوم لېټحوم میدان ته بیا د توپوهنې لپاره راښکته شي او پاتې څلور اورونه به ووهي.

 د هند لپاره په توپ اچوونه کې هر یو جسپریټ بومرا، بونیشور کمار، هارډیک پنډیا، چهال او رویندرا جدیجا یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

 په دې سیالۍ کې د ۴۶ اور وروسته په مانچسټر کې چټک اورښت پیل شو، چې ان تر ساعتونو ساعتونو یې دوام وکړ، دغې نیمه پایلوبې ته په زرګونه مینوالو ټکټ کړی وو، خو د اورښت له امله میدان ته راغلو مینوالو سیالي په نیمه کې پرېښوده او خپلو کورونو ته ستانه شول.

 په انګلستان کې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالۍ اورښتونو ډېرې بې خونده کړې، تر ډیره مهمې سیالۍ د اورښتونو له امله مساوي پای ته ورسېدې او آن مینوال یې میدان ته په راتګ هم پښېمانه شول.

 په دې نیمه پایلوبه کې داسې ویل کېدل چې هند ته بریا ورکړل شي او نېغ په نېغه پایلوبې ته ووځي، خو د لوبې لوبڅارانو او نورو تخنیکي کمېټو دا ناسمه وبلله او سیالي یې نن ورځې ته پرېښوده.

 د یادولو ده نن د جولای په لسمه نېټه به دا سیالي د افغانستان پر وخت د غرمې په ۲ بجو یو ځل بیا پیل شي.