د فامېلۍ سوپر لیګ: شېرګړ بازانو نیمه پایلوبې ته لاره وکړه| حضرت عثمان نوري
د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ اړوند د ګلاهي قریې په فامیلۍ کرکټ لوبغالي کې د [فامیلۍ سوپر لیګ] تر نامه لاندې د کرکټ لوبلړ پېل شوی دی. ددې لوبلړ په جریان کې پرون سه شنبه چې د سلواغلې له دوه وېشتمې نېټې سره برابره وه. د مارکوه سوپر سټار او شېرګړ بازانو لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه.
ټاس شېر ګړ بازانو لوبډلې وګاټه او لومړی توپوهنه یې غوره کړه او په ټاکل شوو ۱۰ اورونو کې تر ډېره بریده ښې منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.
شېرګړ بازانو ته واحد خان په زړه پورې سیالي وکړه، نوموړي په یوازې ځان شېرګړ بازانو ته ۳۸ منډې جوړې کړې.
مارکوه سوپر سټار لوبدلې ته اسرار رېنجر غوره توپ اچونه وکړه، نوموړي د سیالې لوبډلې درې پیاوړي لوبغاړي وسوځول.
په ځوابي توپوهنه کې د مارکوه سوپر سټار لوبډله ونه توانېده چې پورته هدف ترلاسه کړي او ټول ټال یې ۱۱۳ منډې جوړې کړې. عمران براوو مارکوه سوپر سټار لوبډلې ته ۴۲ منډې جوړې کړې، خو کومه ګټه یې ځکه ونه کړه چې لوبه یې شېرګړ بازانو ته بایلوده.
شېرګړ بازانو ته حیات لیفټي غوره توپ اچونه وکړه، نوموړي د مارکوه سوپر سټار لوبډلې درې غوره توپوهونکي وسوځول.
ددې سیالۍ په ګټلو سره شېرګړ بازانو لوبډلې نیمه پایلوبې ته لاره ومونده.
نن/چهار شنبه/د سلواغې درویشتمه/ ددې سیالېو په لړ کې د شېرګړ بازارنو لوبډله د نواقېلو لوبډلې خلاف په نیمه پایلوبه کې کې لوبیږي.
یاده دې وي چې دا لوبلړ د ځوانانو د یووالي په موخه پر لاره اچول شوی دی.