د فامېلۍ سوپر لیګ: پله سر لوبډلې نیمه پایلوبې ته لاره وکړه| حضرت عثمان نوري

د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ اړوند د ګلاهي قریې په فامیلۍ کرکټ لوبغالي کې د [فامیلۍ سوپر لیګ] تر نامه لاندې د کرکټ لوبلړ پېل شوی دی. ددې لوبلړ په جریان کې نن دوشنبه چې د سلواغلې له یووشتمې نېټې سره برابره وه.  د شینوارو خصوصې او پله سر لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه.

ټاس پله سر لوبډلې وګاټه او لومړی توپوهنه یې غوره کړه او په ټاکل شوو ۱۰ اورونو کې تر ډېره بریده ښې منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۰۱ منډو هدف وټاکه.

پله سر لوبډلې لپاره پیاوړی لوبغاړی سمېع الله  ۳۴ منډې وکړې.

په ځوابي توپوهنه کې د شینوارو خصوصي لوبډله ونه توانېده چې پورته هدف ترلاسه کړي او لوبه یې سیالې لوبډلې ته د ۱۵ منډو په توپیر بایلوده.

ددې سیالۍ په ګټلو سره پله سر لوبډلې نیمه پایلوبې ته لاره ومونده.

سبا سه شنبه/د سلواغې دوه ویشتمه/ ددې سیالېو په لړ کې د شېرګړ بازارنو لوبډله د مارکوه سوپر سټار لوبډلې خلاف په کوارټر فاینل کې لوبیږي.

یاده دې وي چې دا لوبلړ د ځوانانو د یووالي په موخه پر لاره اچول شوی دی.