د بنګله دېش ۱۹ کلنو په لومړي ځل د کرکټ  ۱۹ کلنو نړیوال جام خپل کړ

د بنګله دېش کرکټ ۱۹ کلنو لوبډل ېوکولای شول چې په لومړي ځل د ۱۹ کلنو نړېوال جام پایلوبه وګتي. دا پایلوبه وړمه ورځ/د یکشنبې په ورځ (فبروري۹) د هند ۱۹ کلنو او بنګله دېش ۱۹ کلنو ترمنځ ترسره شوه چې لومړی توپوهنه پکې هند ۱۹ کلنو وکړه او د بنګله دېش ۱۹ کلنو ته یې د ۱۷۷ مڼډو هدف په واک کې ورکړ.

د هند ۱۹ کلنو کرکټ ټوله لوبډله په ۴۸ اورونو کې وسوځېدله. له دې شېبې وروسته اورښت پېل شو، د کرکټ لوبڅارانو هم  لوبه ۴۶ اورونو ته کمه اعالن کړه او هدف هم ۱۷۰ وټاکل شو. د بنګله دېش دا هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۳ اورونو کې پوره او په لومړي ځل یې نړیوال جام وګاټه.

د هند په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې منډې ۸۸ جایسوال وکړې. ده په سیمي‌ فاینل کې د پاکستان خلاف سلیزه کړې وه. دا دیارلسم ځل دی چې د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوالې سیالۍ کیږي. هند تر نورو زیات څلور وارې، آسترالیا درې او پاکستان دوه وارې د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو اتلولۍ ګټلي دي.

 افغانستان د ۲۰۲۰ کال په نړیوال جام کې هم ښه ولوبېد، خو وروستۍ درې سیالۍ یې بایلودې، ځکه خو یې په دې فارمټ کې اووم مقام وګاټه.