د فامېلۍ سوپر لیګ: فامېلۍ سوپر سټار لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار ومونده| حضرت عثمان نوري

د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ اړوند د ګلاهي قریې په فامیلۍ کرکټ لوبغالي کې د [فامیلۍ سوپر لیګ] تر نامه لاندې د کرکټ لوبلړ پېل شوی دی. ددې لوبلړ په جریان کې نن شنبه چې د سلواغلې له اتلسمې سره برابره ده، د دوهم پړاو په جریان کې د فامېلۍ سوپر سټار او خوږو یارانو لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه.

پچه د فامیلۍ سوپر سټار لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.  د فامېلۍ سټار لوبډلې لپاره ضیاء الرحمان او ذاهد بهترینه توپوهنه نندارې ته وړاندې وکړه. فامېلۍ سوپر سټار لوبډلې خوږو یارانو لوبډلې ته د ضیاء الرحمن ۳۶ او ذاهد بیا ۲۵ منډو په جوړولو سره د ۱۱۲ منډو هدف په واک کې ورکړ.

په توپ اچونه کې د خوږو یارانو لوبډلې لپاره نوید د سیالې لوبډلې ۳ ویکټې واخیستې.

خوږو یارانو لوبډلې ته اخترولي ۱۵ منډې وکړې، ۹ لوبغاړو یې یوازې په ۷۰ مڼډو جوړولو بریالي شول او ټاکل شوی هدف یې پوره نه کړ.  ددې سیالۍ په ګټلو سره فامېلۍ سوپر سټار لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار وکړه.

د سیالۍ غوره لوبغاړی ضیاء الرحمن ونومول شو، نوموړي په توپوهنه کې ۳۶ مڼډې او په توپ اچونه کې یې بیا ۲ لوبغاړي وسوځول.

سبا/شنبه/ هم دوهم کواټر فاینل سیالۍ ترسره کیږي، چې اخوند کلي ځوانانو لوبډله به د نواقېلو لوبډلې خلاف ولوبیږي.